1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۸م کال کې په آلمان کې د پناه غوښتني لږ شوي دي

۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبه

په ۲۰۱۸م کال کې په آلمان کې بیا هم د پناه غوښتنې په شمیر کې کمښت راغلی دی. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې په تیر میلادي کال کې په ټوله کې کابو ۱۸۶ زرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3BVCw
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge Asylbewerber Warteschlange Warten
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte

د آلمان د کورنیو چارو وزارت تازه ارقام ښيي چې په ۲۰۱۸م کال کې تر هغه دمخه کال په پرتله د پناه غوښتني شمیر ۱۶،۵ سلنه کم وو او په ټوله کې ۱۸۵۸۵۳ غوښتنلیکونه ول. په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۲۲۲۶۸۳ وو. د «بیلد ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې لومړی په دې هکله رپوټ ورکړی وو.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د (epd) په نوم خبري آژانس ته ویلي دي چې ۱۶۱۹۳۱ کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنه کړې ده او ۲۳۹۲۲ کسانو د دوهم ځل له پاره د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت او بیا ستنیدو چارو معین هیلموت تایشمن، د بهیر د بدلون اټکل کوي. هغه د بیلد ام زونتاګ، له ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د ۲۰۱۵م کال په مني کې د مهاجرت تر اوج وروسته په دوامداره توګه په آلمان کې د مهاجرو د شمیر د کمیدو شاهدان یو.» د هغه په خبره د مهاجرت ماستر پلان هم په دې کې ونډه لرلې ده. په ۲۰۱۵م کال کې شا او خوا ۸۹۰ زره مهاجر آلمان ته راغلي وو.

په دې ترتیب په ۲۰۱۸م کال کې د پناه د لومړۍ غوښتنې شمیر تر حد ټیټ دی چې د آلمان د ائتلافي حکومت ګوندونه يي پر سر توافق ته رسیدلي وو. د آلمان مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات ګوندونه په دې سره توافق ته رسیدلي وو چې په کال کې د نوو مهاجرو شمیر له ۱۸۰ زرو څخه تر ۲۲۰ زرو کسانو زیات نه شي.

په دغه ټاکل شوي حد کې هغه کسان شامل دي چې د بشري دلایلو او د بیا میشتيدو په پروګرام کې شامل وي. پر دې سربیره په دغه ډله کې هغه کسان هم راځي چې آلمان ته د کورنیو د الحاق په ترڅ کې راځي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې د ۳۲۶۰ کسانو د کورنیو د الحاق غوښتنې منل شوي دي او ۲۶۱۲ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: