1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۹ کې افغانانو پر انترنت څه پلټلي دي؟

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د انترنت کاریدل ډیر شوي خو بیا هم افغانان د انترنت د سرعت او کیفیت په هکله شکایتونه لري. خو افغانان په انترنت کې تر ټولو ډېر په څه پسې لټه کوي؟

https://p.dw.com/p/3UtGr
Auge mit Google Logo auf Iris
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Weber

په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د انترنت کاریدل ډیر شوي خو بیا هم افغانان د انترنت د سرعت او کیفیت په هکله شکایتونه لري. خو افغانان په انترنت کې تر ټولو ډېر په څه پسې لټه کوي؟

که څه هم چې په افغانستان کې د تیرې لسیزې په پرتله د انترنت په خدماتو کې ښه والی راغلی خو بیا هم افغانان د انترنت د بیو او کیفیت له کبله شکایت کوي. افغان حکومت بیا په دې برخه کې د اقداماتو ژمنې کړي او هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د انترنت بیې راټیټې او کیفیت یې لوړ کړل شي.

افغانان تر ډیره پورې له انترنت څخه د ټولنیزو رسنیو او د ارتباط د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. د ګوګل شرکت په کلني ډول د ټولو هیوادونو معلومات راټولوي چې پر انترنت باندې د کومو موضوعاتو په هکله پلټنې شوي دي. دغو معلوماتو ته هرڅوک لاسرسی موندلی شي. افغانستان چې په وچه کې ګیر یو هیواد دی، انترنت یې هم زیاتره د ګاونډیو هیوادونو څخه تامینیږي، چې دغه څه هم ښايي پر انترنت باندې د پلټل شوو مواردو پر شمیر باندې اغیز ولری.

Symbolbild - Google
انځور: picture-alliance/dpa

افغانانو په ۲۰۱۹م کال کې ډیر کوم موارد پلټلي دي؟

د ۲۰۱۹م کال په ترڅ کې افغانانو تر ډیره پورې د «نتایج کانکور ۱۳۹۸»  کلمه پر انترنت باندې پلټلې ده. په دوهم ځای کې «IPL201‌9» ډیره پلټل شوې کلمه ده. په دریم ځای کې «سریال دریای سیاه»، په څلورم ځای کې «world cup 2019»، په پنځم ځای کې «cricket world cup 2019» ډیر پلټل شوي کلمات دي. په شپږم ځای کې «Tik Tok» ، اوم ځای کې «icc world cup 2019» اتم ځای کې «فیلم عاشقانه»، نهم ځای کې «سریال احساس» او لسم ځای کې بیا «آب و هوای کابل» تر ټولو ډیر پلټل شوي موارد دي. په دې ترتیب سره ښکاري چې پر انترنت باندې د کریکټ په هکله افغانانو د نورو موضوعاتو په پرتله ډیرې پلټنې کړي دي. دغه معلومات له گوگل تریندز ویبپاڼې څخه اخیستل چې د ګوګل شرکت اړوند خدمات دي.