1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 1388 کال کي افغانستان امنيتي حالت

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

ديارلس سوه اته اتيايم هجري لمريز کال د افغانستان د خلکو لپاره د امنيت په برخه کې له ننګونو او خطرو څخه يو ډک کال خونړی کال بلل شوی...

https://p.dw.com/p/MaHZ
د هيواد پلازمېنه د ناکراريو څخه په امن کي نه ول
د هيواد پلازمېنه د ناکراريو څخه په امن کي نه ولانځور: AP

په دغه کال کې د ناامنيو په زرهاوه پيښې رامنځ ته سوې، د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو د ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو په وړاندې 788 پوځې عملياتونه تر سره سول او همدارنګه پر دولتي او نړيوالو ځواکونو، پوځي کتارونو، ميلمستونونو ، دولتي او ملکي ودانيو او انفرادي دولتي اړوندانو په وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا 4171 پوځې بريدونه ترسره سوي، چې دغه بريدونه د ځان وژنې ، چاودنې ، کمينونه ، د لاسي بمونو استعمالول اود مخامخو حملو په بڼه تر سره سوي دي.

د دغو بريدونو له امله د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخه په منځنۍ توګه هره ورځ د ماينونو 5 چاودنې سوي ، هره ورځ د وسله والو طالبانو لخوا 11 پوځې يرغلونه تر سره سوي ، هره ورځ 15 تنه عام وګړي وژل سوي او ټپيان سوي او هره ورځ لسو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په همدې ډول په منځنۍ توګه هره ورځ 12 تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل سوي او هره ورځ دوه تنه ټپيان سوي دي.

ددولتي پوځونو ، ناټو او وسله والو طالبانو د پوځي بريدونو او چاودنو په ترڅ کي نه يواځي زرهاوه تنه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده بلکي په زرهاوه تنه خلک د جګړو له کبله په ځانګړي توګه د افغانستان له سوهيلي سيمو څخه بې ځايه سوي، خپل کورونه، کروندې او مالونه يې له لاسه ورکړي او د کډوالۍ ترخې شپې او ورځي تيروي.

د هلمند له ولايت څخه څو تنه چې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ سوي خپلي ستونزي بيانوي او وايي : دوی د جګړو ، بمباريو او چاودنو له ويري د خپلو کورنو او کروندو پريښودلو ته اړ سوي دي، دوی په جګړو کي خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او دلته په کابل کې د دولت په ځانګړي توګه د ولسمشر لخوا له دوی سره هيڅ ډول مرسته نده سوې او هان ددوی پوښتنه چا نه ده کړې.

په هغو سيمو کې چې جګړه روانه ده د ميشتو خلکو د ژوند په بيلابيلو اړخونو يې ناوړه اغيزه کړيده په نوموړو سيمو کې د پوهنې ، روغتيا او نورو ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې نه يواځې دا چې هيڅ پرمختګ ندی شوي بلکې شته بنسټو نه يې هم له منځه تللي، يواځې د پوهني په برخه کي د هغه رپوټ له مخې چې د ( پوهنه د اور په لمبو کي) تر نامه لاندي د پوهني وزارت لخوا خپور سوی ويل سوي،: د 2009 کال د جون له مياشتې څخه تر اوسه د هلمند، کندهار ، زابل ، ارزګان او پکتيکا په ولايتونو کي د ناامنيو له کبله 599 ښوونځي تړل سوي دي.

د 1388 کال د امنيتي پيښو په اړوند د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د هغه تفصيلي رپوټ په يوه برخه کي وويل: د 1388 کال په اږدو کې د تروريزم په وړاندې د پوليسي ځواکونو لخوا 217 مستقل عمليات او 571 ګډ پوځې عمليات تر سره سوي، په همدې ډول د وسله والو طالبانو لخوا په دولتي چوڼيو، د ناټو په پوځې اکمالاتي کتارونو او د ښارونو د ننه په ودانيو 4171 پوځي بريدونه ترسره سوي دي. د کال په اوږدو کي 225 ځان وژونکي بريدونه او 1824 د ماين چاودنې تر سره سوي دي، چي له امله يې 2157 تنه عام وګړي وژل شوي او 3769 تنه عام وګړي ټپيان شويدي.

د کال په اوږدو کې يواځې د پوليسو د وژل شويو شميره 1410 تنو ته رسيږي چې سربيره پردې 2388 تنه ټپيان شوي دي .

د نشه يې توکو کر، کيلی او قاچاق يوه بله هغه ستونزه ده چې د امنيتي حالت په خرابيدو کې ډيره ونډه لري . د ځينو رپوټونو له مخې ويل شوي چې د وسله والو طالبانو د جګړه ايز ماشين د چلولو لپاره د نشه يې توکو له ګټې څخه کار اخيستل کيږي . د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې : د 1388 کال په اوږدوکې د نشه يې توکو د پروسس 75 لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي او 13061 هکتاره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده او په همدې ډول د نشه يې توکو د قاچاق او توليد په اړوند 1231 تنه کاروباريان نيول شويدي .

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې : د تروريستي پيښو په تړاو يې په 1388 کال کې 2956 تنه تورن کسان نيولي او توقيف کړي دي .

له بلې خوا د ناټو په هوايي بمباريو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ګڼ شمير عام وګړي وژل شويدي چې د دغې لړۍ ادامه هم د امنيت په خرابوالي اغيزه کړيده .

د امنيتي چارو کارپوهان په دې اند دي چې امنيت يواځې له پوځې لارې نشي رامنځ ته کيدای بلکې بايد په اقتصادي ، سياسي او ټولنيزو برخو کې ګټه ور ګامونه پورته شي . د افغانستان د دفاع پخوانی وزير او د امنيتي چارو کارپوه جنرال شهنواز تڼی تير کال له امنيتي پلوه يو ستونزمن کال ګڼي او وايي چې : په دغه کال کې د دولت وسله وال مخالفين خپلې ګروپ بندۍ پياوړې کړې .

شهنواز تڼی وايي چې : په تير کال کې د نړيوالو پوځې ځواکونو او دولتي پوځونو لخوا د وسله والو مخالفينو په وړاندې جګړه ايز عمليات ترسره شول چې په خواشينۍ سره د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شميرعام وګړي ووژل شول خو ځيني عمليات ګټه ورې پايلې يې هم درلودې .

تڼی د امنيت د خرابيدو لاملونه په ګوته کوي او وايي چې : د اداري فساد شتون او د قانون نه واکمني يو له دغو لاملونو څخه شميرل کيږي .

د يادونې وړ ده چې په 1388 کال کې افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو او پخلاينې هلې ځلې وکړې چې تر اوسه نه يواځې مطلوبې پايلې يې ندي ترلاسه کړي بلکې په دې برخه کې وړانديزونه د وسله والو طالبانو لخوا رد شويدي .

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل