1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 1392 کال کی غزنی د اسلامی کلتور پلازمینه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

د اسلامی هیوادونو له خوا دوه کاله مخکی غزنی د اسلامی کلتور د پلازمینی په توګه ونومول سو. افغان حکومت په 1392 کال کی د یوسترنړيوال کلتوری جشن لپاره تیاری نيسی. دغزني خلک وایی چی دوی د تیاری کومه نښانه تراوسه ليدلی نه ده

https://p.dw.com/p/116Ie
خلک وایی چی په غزنی کی لرغونی آثار د ویجاړیدو له خطر سره مخامخ دی
خلک وایی چی په غزنی کی لرغونی آثار د ویجاړیدو له خطر سره مخامخ دیانځور: DW

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال فهیم د وروسته پاتې غزني ولایت د مرکز د ژر تر ژره رغولو او سمسورولو امر وکړ.

غزنی د 1392 کال لپاره د نړۍ د اسلامي ملکونو د فرهنګ او تمدن د ټاټوبې په توګه نومول سوی دی.

په 1392 کال د غزني په کوربتوب د جوړیدونکې نړیوال اسلامي جشن لپاره لا وختې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې یو بیارغونکې ټیم په دنده ګمارل سوی.

خو د غزني اوسیدونکې وایې چې په ښار کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي او لرغوني اثار چې غزني ته یې د اسلامي تمدن د پلازمینې نوم ګټلی هم د خرابیدو په حال کې دی.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال فهیم تیره ورځ د غزني د رغونې د کمیسیون د مشر ډاکټر سید مخدوم رهین په مشرۍ دکمیسیون ټول غړي خپل دفتر ته ور بلل او له ټولو څخه یې د غزني د بیا رغاونې په باب د تر سره شویو چارو جاج واخیست.

رهین مارشال فهیم ته د غزني د حالات د تشریح پر مهال وویل چې دغلته ګڼي ستونزي موجودي دي چې یوه یې په ښار کې د دوي د پروژو پر وړاندي نا امني ده .

غزنی په واقعي توګه د افغانستان د نا امنو ولایتونو په ډله کې دی او حتی په رڼا ورځ د ښار په دننه کې د حکومت په مامورینو بریدونه کیږي.

که له یوه لوري نا امني د غزني پرمختګ ته ګواښ دی، فقر او د موجودې ادارې کمزورتیا او د مسلکي مامورینو نه شتون بله هغه ستونزه ده چې د بیارغاونې پروژې یې له ځنډ سره مخامخ کړي دي.

په غونډه کې د مارشال فهیم ټینګار په دې وو چې هغه پروژې باید ژر تر ژره پای ته ورسول سي کومي چې د ښار د سمسورتیا او لرغونتیا لپاره پيل سوي دي.

د تاریخي آبداتو ترمیم، د سړکونو، هوټلونو او تفریح ځایونو تر څنګ د بریښنا د له کاره لویدلي شبکې په پښو درولو ته لومړي توب ورکړل سوی.

په همدې حال کې د غزني والي هغه وړاندیز هم تر بحث لاندي ونیول سو چی یا د کابل او یا هم ګردیز له لاري غزني ښار ته د بریښنا مزی وغزول سي.

په غزنی کی لرغونی آثار
په غزنی کی لرغونی آثارانځور: DW

والي ووویل چی غزنی ښار ته باید ژر تر ژره لومړی بریښنا راوړل سي تر څو وشي چې دغلته د بریښنا موجوده ستونزه لري سي.

په دغه ناسته کې د ښځو چارو د وزارت هغه وړاندیز هم تر بحث لاندي ونیول سو چې باید د غزنی په ښار کې د ښځو لپاره یو سر پټی بازار جوړ سي.

مارشال د ښار جوړولو چارو وزارت ته امر وکړ چی په غزني ښار کې د دغه بازار د جوړیدو لپاره ځمکه بیله او د ښځو چارو وزارت په اختیار کې یې ورکړي.

په همدې حال کې د غزني ولایت څخه دویچې ویلي ته را رسیدلي رپوټونه وایې چې دغلته شاوخوا 150 زره جریبه دولتي ځمکه د زور واکو له لوري غصب کړای سوي ده .

د غزني والي جنرال موسی خان د دغې خبري پخلی کړی.

موسی خان آلمان غږ ته وویل چی دوي په غزني ولایت کې داسي ارقام را ټول کړي چې له تیرو لسو کلونو راهیسې دغلته یو سل او پنځوس زره جریبه ځمکه زور واکانو لاندي کړي او په خپل سر یې په خلکو خرڅه کړي ده.

موسی خان دغه اندیښنه د ولسمشر له مرستیال سره په غونډه کې مطرح کړي خو داسی ښکاري چې په لنډ مهال کې د دغې ځمکي د بیرته تصرف شونتیا نه لیدل کیږي.

په ورته وخت کې د غزني والي وایې چې دوي د 1392 کال د را رسیدو په درشل کې د ښار دننه ډير شمیر واټونه رغولي او په یوه داسي هوټل هم خبري رواني دي چې پکې بهرني میلمانه شپي تیري کړي.

دوه کاله دمخه د اسلامي هیوادونو له لوري د غزني ولایت د 1392 کال لپاره د اسلامي نړۍ د پلازمینې په توګه و نومول سو او افغان حکومت هڅه کوي چې د امکان تر حده دغه کال ته چمتو والی ونیسي .

کابل/ میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکیم