1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2008م کال کي 60 تنه خبريالان وژل سوي دي

۱۳۸۷ دی ۱۱, چهارشنبه

د ژورنالستانو لپاره سږ کال تر ټولو خطرناکه هيواد بيا هم عراق و چي 15 تنه پکښي وژل سوي.

https://p.dw.com/p/GPoO
په عراق کي ژورنالستان د خدمت پر مهال
په عراق کي ژورنالستان د خدمت پر مهالانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

دغه خبر په برلين کي د« بې سرحده خبريالانو» د ټولني لخوا خپور سوی. په خبرکي داهم ويل سوي دي چي په دغه کال کي 673 ژورناليستان نیول سوي، او 929 تنه وهل او ټکول سوي او يا تهديد سوي دي. 29 نور ژورناليستان تښتول سوي.

د ژورناليستانو له پاره تر ټولو خطر ناکه هیواد سږ کال هم عراق و. په دغه هیواد کي 15 خبریالان سږ کال وژل سوي. په دوهم کتار کي پاکستان راځي چي هلته 7 کسه خبريالان وژل سوي او په فلپاين کي 6 خبريالان يا دخبري رسنيوکارکونکي وژل سوي.

په کومو هيوادونوکي چي زياتره خبريالان او يا دخبري رسنيو کار کونکي بندیان سوي سږ کال هم دچين ولسي جمهوریت او کيوبا بلل کیږي. په دغه هیوادونو کي 30 تنه خبریالان او 23 تنه دخبري رسنيوکارکونکي بندیان دي.

په 2007 ميلادي کال کي 86 تنه خبریالان او 20 کسه دخبري رسنيو کار کونکي د خدمت په وخت کي تلف سوي ول. که څه هم دتير کال په پرتله د وژل سوو او بندي سوو خبريالانو يا دخبري رسنيو دکار کونکو په شمير کي کموالی راغلی، خو دا خبره به په دې مانا نه وي چي په نړۍ کي به د مطبوعاتوپه آزادۍ کي آسانتياوي راغلي وي. اوله دې امله چي په نړۍ کي د انترنيت اهميت زيات سوي، نو ډير حکومتونه اوس خپل فشارونه د انترنيت پر چلونکو باندي زيات کړي.

که څه هم چي د افريقا په وچه کي سږ کال دتير کال په پرتله لږ خبريالان وژل سوي. په تير کال کي په افريقا کي 12 خبريالان وژل سوي و او سږ کال 3 خبریالان وژل سوي دي، خو ددې کار علت به دانه وي چي سږ کال هلته دخبريالانو ښه ساتنه کيږي، بلکي علت يي دادی چي ددغي وچي لانجه ځپلو سيموته کم خبريالان تللي و. مثلاً سومالیاته به په 2007 ميلادي کال کي ډیر شمير خبريالان ورتلل خو سږ کال ډیر کم خبریالان هلته تللي ول.

په دغه رپوټ کي ويل کیږي چي په روان میلادي کال کي لږ تر لږه 29 خبریالان دسياسي او يا جنايي انګيزو له امله تښتول سوي. مثلاً په افغانستان کي 7 ژورناليستان يا د خبري رسنيو کار کونکي په 2008 ميلادي کال کي برمته سوي دي. په سومالياکي 5 په مکسيکو کي 5 او په عراق کی 4 خبریالان په دغه کال کي برمته سوي.

خو د بې سرحده خبريالانو د ټولني له خوايوازي هغه فقرې په نظر کي نیول سوي دي چي مستندي پيښي بلل کیږي.کيدای سي نوري ډيري پيښي سوي وي چي ندي راجستر سوي.