1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2009کال عيسوي کال کي د جرمني داخلي سياست ته يوه کتنه

۱۳۸۸ دی ۱, سه‌شنبه

دوو مسألو په آلمان کي، 2009سياسي کال تر بل هرڅه ډير تر خپلي اغيزي لاندي راوستلی ؤ : يو نړيوال اقتصادي او مالي بحران او بل يو ګڼ شمير پارلماني انتخابات

https://p.dw.com/p/LAaB
انځور: AP

د دغو انتخاباتو په نتيجه کي نه يوازي د پخوانۍ صدراعظمي انګلا ميرکل تر مشری لاندي يو نوی ايتلافي حکومت رامنځ ته سو، بلکه د آلمان د سياسي ګوندونو يو کاملأ نوې منظره هم .

2009کال له يو سياسي بيا را پاڅيدو سره پيل شو:

«خپسکه پای ته ورسيده . د هسن د ايالت په انتخاباتوکي ښکاره تصميم ونيول شو، هغه يو تصميم چي يووار بيا يي پخوانی واکمن ګوند ته د حکومت جوړولو صلاحيت ورکړ.»

دا د هسن د ايالت لومړي وزير، رولاند کوخ ؤ چي يو کال مخکي يې په نوموړي ايالت کي په ټاکنو سخته ماته وخوړه . خو دا چي د هغه سوسيال ديموکرات سيالي، اندريا ايپسيلانتي د خپلو ژمنو پر خلاف د کيڼ اړخي ګوند سره د يو ايتلاف هڅه وکړه ، خو د خپل ګوند د يو شمير غړو د مخالفت له امله بريالۍ نسوه، يو وار بيا په دغه ايالت کي د 2009 کال د جنورۍ پر 18 پارلماني انتخابات وشول .

دا ځل د مسيحي ديموکرات سياستوال کوخ اکثريت ترلاسه کړ. البته دا ځل د خپل ايتلافي اړخ د ليبرال ديموکرات ګوند له برکته چي په سلو کي 7 رايي لاسه ته راوړې . د دغه ګوند مشر، ګيدو وسترولي چي اوس د بهرنيو چارو وزير دی، وويل : « دا د هسن د ايالت لپاره يوه لويه ورځ ده . او په خپل ډول کي د ټول آلمان لپاره يو نوي پيل .»

په حقيقت کي د هسن له ايالتي انتخاباتوسره د سوسيال ديموکرتانو د بخت ستوری په زوال پيل وکړ. د دغه ګوند د هغه وخت مشر، فرانس ميونته فيرنګ د خپل ګوند پر ماتي اعتراف وکړ:

« دا د عبرت ټاکني وي . خلک ناهيلي شول، په قهر شول د هغه څه په هکله چي په تير کال کي پيښ شول . د مختلفو دلايلو له امله . هغوی له رايو ورکولو څخه مخ واړاوه، د رايو اخيستونکو شمير ډير لږ ؤ»

د 2009 کال د فبروري مياشت شوه . د برلين په سياسي آسمان کي يو نوی ستوری وځليد: کارل تيودور څو ګوتنبرګ ! دغه سياستوال د ايالتي پارلمان څخه سر را پورته کړ او د هغه وخت په ايتلافي حکومت کي د خپل مسيحي سيوسيال د ګوند، ميشايل کلوز پر ځای د اقتصاد وزير شو.

دا هغه وخت دی چي آلمان د نړی د نورو هيوادونو په څير د اقتصادي او مالي کړاونو په ډنډ کي ډوب پاتي دی . د ميرمن ميرکل په کابينه کي تر ټولو ځوان وزير، څوګوتبرګ بايد جرمني له دې ډنډه وژغوري . په داسي حال کي چي امريکايي او بريتانوي سياستوالان د اقتصادي کړکيچ د حل لپاره د آلمان په لارو چارو باندي نيوکي کوي، امريکا پيژندونکی ګوتنبرګ متحده ايالاتو ته سفر کوي، د خبراترو لپاره ، د نورو تر څنګ د امريکا له ماليې وزير، تيموتي ګايتنر سره:

«دلته هغه خبري اتري وشوې چي د تيم ګايتنر زمونږ د دريځ په وړاندي ستر تفاهم ښکاره کړ، او يوواربيا يې وويل چي هغه به د اقتصادي کړکيچ د حل لپاره زمونږ پروګرام ته له سره کتنه وکړي .»

د هغي زوړورتيا سره چي دغه 37 کلن وزير، له ځان څخه په سياست کي ښکاره کړ، هغه هم د اقتصاد په يو ډير کړکيچن حالت کي، د آلمان په تفريحي اخبارونو کي ځلانده څيره ويستله او آن دا چي د محبوبيت کچه يي له خپلي مشري، انګلا ميرکل څخه هم لوړه شول .

د هسن په ايالت کي له ماتي څخه وروسته، سوسيال ديموکرات ګوند د آلمان د جمهور رييس په نووانتخاباتوکي هم د لاس برتوب هيله له لاسه ورکړه . ځکه په آلمان کي د جمهور رييس د ټاکلو لپاره نيمايي رايي له ايالتونو څخه اخيستلی کيږي . د مي په 23 د آلمان جمهور رييس هورست کيولر د يوې دوهمي دورې لپاره د انتخاباتو حتی په لومړي پړاو کي د اړيتا وړ رايي ترلاسه کړي . د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل لپاره چي يو ځل بيا د دغه هيواد د حکومت د مشري د لاس ته راوړني په لاره کي يو بله پخه خښته کښيښودله شوه.

که څه هم د هغې ګوند، مسيحي ديموکرات د اروپايي پارلمان په ټاکنو کي 6فيصده رايي له لاسه ورکړي او د هغي خورلني ګوند، مسيحي سوسيال په سلو کي نهه رايي بايلودلي، خو د دغه ګوند مشر، هورست زيهوفر بياهم له انتخاباتو رضايت ښکاره کړ:

« زه غواړم نن اعلان وکړم، چي مسيحي سويال اتحاد بيا دلته شته والي لري».

د اروپايي پارلمان تر انتخاباتو وروسته ،په جرمني کي ټولسياسي ګوندونه د خپل هيواد پارلماني انتخاباتو ته ځير شول او هر يو ځان ته يو انتخاباتي شعار وټاکه تر څو د هغه په اوچتولو سره رايي ورکونکي راخپل کړي :

د صدرات د مقام لپاره د آلمان د سوسيال د ديموکرات د ګوند کانديد، فرانک والتر شتاين ماير چي هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ؤ، د پارلماني انتخاباتو ډګر ته د «آلمان پلان» په نامه چي هغه پرې نوم ايښي ؤ، ورودانګل، هغه يو پلان چي د هغه له نظره تر 2020کال پوري په جرمني کي څلور مليونو خلکو ته نوي کارونه پيدا کړي:

«زه په انتخاباتو کي يو ډير لوی هدف ټاکم . هغه يو هدف چي شعار دی : په 2020 کال کي بشپړ او پوره کار».

خو دا شعار د مختلفو اړخونو له خوا تر بريدونو لاندي ونيول شو، حتی د ګرويين يا دزرغون ګوند له خوا هم چي شتاين ماير وغوښتل ورسره ايتلافي حکومت جوړ کړي . د دغه ګوند رييس، جيم اوزديمير دا شعار خيالي وګاڼه :

« زمونږ له جملي څخه هيڅ يو هم نه پوهيږي چي اوسنی کړکيچ څومره دوام کوي، زمونږ له جملي څخه هيڅ يو هم نه پوهيږي، د پورونو د مخ نيوي اغيزي به څه وي . مونږ بايد په خپله بودجه کي سمون راوړو. مونږ زياتي پيسي په ښووني او روزني ولګوو، نو په دې وجه د يوې اوږدي مودې پلان جوړول د ِيو غټ ريسک يا خطر منلو، موضوع ده.»

د ګيدو وستر ويلي تر مشري لاندي ليبرال ګوند د پارلماني ټاکنو لپاره مخکي له مخکي اعلان کړي ؤ چي د انګلا مرکل له ګوند سره به ايتلافي حکومت جوړوي او د سوسيال ديموکرات او د کين اړخو ګوندونو د برياليتوب مخه به نيسي:

« څوک چي نه غواړي چي سوسيالستان او کمونستان بيا سر را پورته کړي، هغه بايد د فدرالي شورا په ټاکنو کي ګډون وکړي، او د ولس د منځ لاري سياست ته چي په هغه کي ليبرال ديموکرات غښتلي نقش ولري، راييه ورکړي.»

رښتيا هم چي د آلمان د فدرالي شورا په ټاکنو کي د ګيدو وستر ويلي غږ د راييو ورکونکو غوږنو ته سم ورسيد. څلور اوني وروسته يعني د سپتمبر په 27د فدرالي شورا چي آلمانان ورته بوندستګ وايي، په ټاکنو کي ستر بري د ليبرال ديموکراتانو په برخه کي شو، هغه يو بري چي ګيدو وستر ويليي د دي ټاکنو اتل وګرځاوه:

«مونږ ليبرال ديموکراتان، له ښځينه او نارينه راييو ورکونکو څخه مننه کوو، چي مونږ ته يي په ټاکنو کي تر ټولو دغه غوره نتيجه لاس ته راکړه. هغه يوه نتيجه چي ليبرال ديموکرات د آلمان د فدرالي جمهوريت له تأسيس څخه تر اوسه پوري لاس ته نه وه راوړي»

ليبرال ديموکراتانو په دغو ټاکنو کي په سلو کي 14,6 رايي وګټلي.

خو سوسيال ديموکرات د خپل کانديد والتر شتاين ماير سره د فدرالي شورا په ټاکنو کي تاريخي ماته وخوړه، دغه ګوند په سلو 11,2 رايي بايلودلي:

که څه هم شتاين ماير د دغي ماتي مسووليت په غاوه واخيست، خو وويل چي:

«د مسووليت په غاړه اخيستلو معني دا ده چي اوس بايد سوسيال ديمرکرات د خپل قوت پخوانيو ارزښتونو ته بيرته ځير شي، او په دي لاره کي، دي چمتو دي چي په پارلمان کي د مخالف مشر په توګه خپله دنده تر سره کړي»

د دغو ټاکنو په نتيجه کي د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او ليبرال ديموکرات د ګوندونو يو نوي ايتلافي حکومت جوړ شو، خو د پخواني صدراعظمي انګلا په مشري:

« زه لوړه کوم چي زه خپل ټول قوت او طاقت د آلمان د ولس د سوکالي او ښيګنو لپاره وقف کړم.»

په دي ډول انګلا مرکل د اکتوبر په 28 د خپل حکومت د يوي نوي او دوهمي دوري لپاره کار پيل کړ. وبه ليدل شي په راتلونکي 2010 کال اود حکومت د دوري په پاتي کلونو کي هغه څومره کولاي خپلي کړو ژمنو ته د عمل جامه واغوندي .

....د 2010 ميلادي کال په انتظار....

پيتر سټيوتله/حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري