1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2009 ميلادي کال کي د جرمني بهرني سياست ته يوه لنډه کتنه

۱۳۸۸ آذر ۲۳, دوشنبه

د 2009 کال د اکتوبر په آخره کښي د جرمني دخارجه وزارت کارکونکي د هغه په لوی سالون کښي سره راټول سول ، تر څو د خارجه وزير فرانک والټر شټاين ماير سره تر څلور کاله کار وروسته د خدای په اماني وکي...

https://p.dw.com/p/L1sf
د جرمني د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: Marco Siebertz

فرانک والټر سټاين مايرد سوسيال دموکراټ ګوند په نماينده ګي د صدراعظمۍ دپاره ځان کانديد کړي ؤ، خو هغه يې بايلول .په يو څه خوابدۍ سره فرانک والټر سټاين ماير خارجه وزارت د آزاد دموکراټانو د ګوندمشر ګوده ويستروېله ته تسليم کی . اوويې ويل:

«او په آخره کښي ښاغلې ويستروېله، دا زموږ د سيسټم صفت دی ،چه د اپوزيسون مشر خارجه وزير کيږي ، او خارجه وزير د اپوزيسون مشر کيږي . »

د ويستروېله يو تخيل پوره سو . ده غوښتل حتمأ خارجه وزير سي ، او د آزادو دموکراټانو دګوندد پخواني شهکار خارجه وزير ګينچر ځای ته ورسيږي .

فرانک والټر سټاين مايرچه اوس د جرمني په پارلمان کښي د سوسيال دموکراټانود فراکسيون رهبري کوي ، ده ته يو منظم وزارت تسليم کی . ده جرمني دخارجي سياست په برخه کښي د يوې منل سوي تګلاري په چوکاټ کښي پر مخ بوتۍ ، او خپلي تجربې يې ويستروېله ته پريښولې.

« او تر ټولو شيانو دمخه تر دغو ۴ کلو وروسته ، زه نسبت اول سرته په ډيرو شيانو پوهيږم . توقعات کله ډير ، کله بيخي ډير او کله کله هم بېځايه ډير زيات وي ، چه د نوري نړی لخوا زموږ څخه کيږي ، او موږ په خپل نوبت کوښښ کوو ، چه د هغه سره سم عمل وکو . »

فرانک والټر سټاين ماير په خپله ۴ کلنه دوره کښي مجموعأ ۴۰۶ ورځي په خارج کښي تيري کړې : مثلأ د اروپايي ټولني په سرمشريزه کښي ، چيري چه د لزبون د قرارداد پر سر خبري کيدې ، او يا منځني ختيځ ته ، چيري چه ده نور څه نسوای کولای ،خصوصأ هغه وخت چه خبري د ناکامۍ سره مخامخ کيدلې .په دغو سفرو کښي هر څه د انتظار سره سم پر مخ نه تلل . ده يو وار په داسي الوتکه کښي هم پرواز کړی دی ،چه دروازه يې خلاصه وه .

دا چه ګوده ويستروېله په عام ډول خپله هم جنس بازي بيانوي ، په ځينو هيوادو کښي يې ناآامۍ رامنځته کړي دي .که څه هم هغه د برلين په سياسي فضأ کښي کمه خبره نده ، او زيادتره د کار محتوی ته ارزښت ورکول کيږي ، خو بيا هر ځای داسي نده .

د وارسا څخه د ليدني پر وخت لا خارجه وزير ګوده ويستروېله د خپل اييتلافي ملګري ګوند، مسيحي دموکراټ د مخالفت سره مخامخ سو . هلته ده د شړل سوو کسانو اتحاديې ته خبر ورکی ،چه دی نه غواړي د هغه د رييس اِريکا سټاين باخ سره وويني .

د مسيحي دموکراټانو دغه د پارلمان غړی په پولينډ کښي ډير محبوبيت نلري ، او د ګوده ويستروېله نه ليدنه ،ددې سبب سول چه دی د خپل اييتلافي ملګري ، مسيحي دموکراټانو دګوند د مخالفت سره مخامخ سي.

Werkhäuser, Nina/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل