1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2009 کال کي به هم د افغانستان کشاله دوام وکړي

۱۳۸۷ دی ۱۲, پنجشنبه

که د بيا رغوني مرستندويان دي،که سياستوال او که پوځيان دي،هيڅ څوک دا ګومان نه کوي چي په 2009 ميلادي کال کي به په افغانستان کي حالات ښه سي.

https://p.dw.com/p/GQMt
په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي تر ځانمرګي بريد وروسته
په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي تر ځانمرګي بريد وروستهانځور: picture-alliance/dpa

په کابل کي د نړيوال سوله ساتي ځواک قوماندان جنرال Hans Lothar Domröse، د افغانستان د راتلونکو حالاتو په هکله وړاندوينه کوي او وايي:«طبعاً به وضع په ټوله هيواد کي لا نا کراره سي.په اسطلاح د ښه حالت راتلو تر مخه اول حالت بد ترکيږي.»

پداسي حال کي چي په افغانستان کي 65000 بهرني سرتيري په پوځي دندو بوخت دي، د طالبانو د ريژيم د نسکورېدو څخه اوه کاله وروسته د اسلامپاله جنګياليو پاڅون تر بل هر وخت اوس زور اخستی. په تېر مېلادي کال کي په افغانستان کي 270 بهرني سرتيري ووژل سول او تر 1000 زياتو اولسي وګړو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

د امريکا دنوي ټاکل سوي اولسمشر باراک اوباما لپاره د بهرني سياست په ډګر کي افغانستان لومړيتوب لري. باراک اوباما، چي غواړي په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو شمېر زیات کړي، په ټاکنو کي د بريا وروسته د افغانستان په هکله ويلي ول:«د ترهګرۍ پر ضد جګړه په افغانستان کي پېل سوې وه او بايد بېرته په افغانستان کي پای ته ورسيږي.»

په افغانستان کي د امريکا د سرتيرو دزياتوالي په هکله د امريکا لوی درستيزجنرال Michael Glenn Mullen وايي:«زه دقيق نه سم ويلای.خو په مجموع کي به د شلو او دېرشو زرو په شاوخواکي د سرتيرو زياتوالی راځي.»

د جنرال مولن له خولې به امريکا تر 30000 پوري نور سرتيري افغانستان ته ليږي. که داسي وکړل سي نو دا به په افغانستان کي د امريکايي سرتيروشمېر دوه برابره کېدل وي.

د کندهار ښار د لوی ويالې په سيمه بهرني ځواکونه د ګزمې پر مهال
د کندهار ښار د لوی ويالې په سيمه بهرني ځواکونه د ګزمې پر مهالانځور: AP

دغه نوي امريکايي سرتيري به په افغانستان کي د راتلونکو اولسمشرۍ د ټاکنو د امنيت ساتلو دنده هم په غاړه ولري. ښايي طالبان کوښښ وکړي چي پدغه ټاکنو کي خلل رامنځ ته کړي تر څوپدې هکله داسي شکونه راوږېږوي چي ايا ټاکنو ډيمو کراټيک مشروعيت درلودی او که څنګه؟

داچي په افغانستان کي د اولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي به امريکا د اوسني اولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړي او که نه، لا نده څرګنده. د ا پداسي حال کي ده چي د افغانستان اوسني اولسمشر حامد کرزي څو واره مخالفينو ته د خبرو اترو وړانديز کړی دی.

کرزي ويلي:« که ملا محمد عمر د افغانستان اساسي قانون ومني اوپه افغانستان کي د سولي او سوکالۍ د راوستلو لپاره ځان و خبرو اترو ته چمتو وښيي، نوزه به د هغه سره خبرو ته کښېنم.»

که څه هم د تېر ميلادي کال په دوبي کي د ځينو طالبانو سره خبري اتري تر سره سوې، خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کال په پای کي په يوه پېغام کي وويل چي هغه به د افغان حکومت سره هيڅ خبري نه تر سره کوي. او نه يې هم کړي دي.

د امريکا لوی درستيز جنرال مايکل مولن هم پدې باور دی چي د افغانستان ستونزه يوازي د پوځي لاري نه سي هوارېدای. مولن وايي:«که موږ په افغانستان کي د حکومتدارۍ او بيا رغوني په ډګر کي پرمختګ ونه کړو نو زموږ د سرتيرو زياتول به هم کمه فايده ونه کړي.»

کمه خبره چي مولن کوي دا څه نوې خبره نده.خو دا خبره هم رښتيا ده چي په افغانستان کي د بيا رغوني په ډګر کي نړيوالو کومي ستري برياوي نه دي تر لاسه کړي. په افغانستان کي د مخدره موادو توليد او راکړه ورکړه زياته سوې، بې قانوني او جرمونه زيات سوي او اداري فساد یوه طبعي خبره ګرځېدلې ده. دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان په سلو کي اويا وګړي اوس هم په ورځ کي د دو ډالرو څخه په لږو پيسو ګذاره کوي.

په 2009 ميلادي کال کي افغانستان نه يوازي داچي يوې نوي پوځي تګلاري ته اړتيا لري، بلکي پرمختګ، اقتصادي خوشالي او د وګړو لپاره روزګار ته اړتيا لري. دغه يوازنۍ لاره ده چي ددې مخ ونيول سي چي نور زيات وګړي د اورپکو په ډلو کي شامل سي.