1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کي داعش فعال دئ

۱۳۹۴ تیر ۴, پنجشنبه

په افغانستان کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» او طالبانو فعاليتونو روسيه اندېښمنه کړې ده. د روسيې جمهور رئيس ويلي دي چي د دوی د معلوماتو له مخي د افغانستان په ښه ډېره برخه کي دغه دوې ډلي فعاله دي.

https://p.dw.com/p/1Fn8m
انځور: picture-alliance/dpa/M. Klimentyev

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲۴مه) د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره په کرملين کي ليدلي دي. په دغه ليدنه کتنه کي پوتين په افغانستان کي د داعش د فعاليت او نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

پوتين ويلي دي: «په افغانستان کي روان حالت مو ډېر نا آرامه کوي.» هغه زياته کړې ده: «طالبان ډېر فعال دي، د پام وړ سیمي ئې په کنترول کي دي او ډېري ئې سرحدي سيمي دي.»

ولاديمير پوتين زياته کړې ده، هغه خبره چي تر دې لا ډېره د اندېښنې وړ ده: «هغه په افغانستان کي د افراطي ډلي اسلامي دولت فعاليت دی، چي ورځ تر بلي ډېريږي او خپل ځان ډېر ډاډمن احساسوي.»

د روسيې انترفکس خبري آژانس لیکي چي د پوتين په اند د افغانستان د ۳۴ ولايتونو په ۲۵ کي افراطي ډله «اسلامي دولت» يا پخوانی داعش حضور لري.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين له حامد کرزي سره په ليدنه کي ويلي دي چي دی ډېر خوشحاله دی چي له داسي چا سره په دې اړه خبري کوي چي په سیمي او په ځانگړي ډول افغانستان کي د روانو حالاتو په اړه پوره معلومات او تحليل لري.

کرزي پر دې ټينگار کړی دئ چي افراطي ډله «اسلامي دولت» په افغانستان پوري هيڅ اړه نه لري: «هغوی زموږ هيڅ نه دي، نه مو د کورنۍ غړي دي، او بې له شکه چي له دباندي ملاتړ د دوی د پياوړتيا سبب سوی دئ.»

کرزي ويلي دي: «په رښتيا، هغوی [داعش] د افغانستان له پاره نه دي جوړ سوي، هغوی افغانستان د یوې داسي نقطې په توگه کاروي چې له دغه ځايه پر ټوله سيمه باندي اغېز ولري.»

کرزي ويلي دي: «نو له دې گواښ سره مبارزې ته، البته روسيه او افغانستان بايد ډېر ځير سي.»

آژانس دا نه دي ليکي چي د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی د روسيې په رسمي او که غير رسمي بلنه دغه هيواد ته سفر کړی.