1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د پوروشېنکو د سولې پلان ته خوشبينه دی

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۱, یکشنبه

د اوکرايين حکومت د جمعې د ماښام راهيسي د دغه په ختيځو سيمو کي يو اړخيز اوربند اعلان کړی دی. پوتین د سولې د دغه پلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د کیف او بیلتون غوښتونکو تر منځ یو بسنټیز ډیالوگ ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/1CNpI
انځور: Reuters

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سولي لپاره د اوکراييني ولسمشر د هلو ځلو ستاينه کړې ده. خو نوموړي زياته کړې چي تر کوم وخت پوري چي عملي اقدامات نه وي سوي او د خبرو اترو پروسه نه وي پېل سوې نو د پوروشېنکو د سولي پلان حقيقت بينانه نه معلوميږي.

پوتين دا څرګندونې د پورو شېنکو د ۱۵ ټکي لرونکي سولي د پلان په غبرګون کي کړي دي. پوتين زياته کړې چي له بده مرغه د پوروشېنکو پلان داسي احساس ورکوي لکه و بېلتون غوښتونکو ته چي يو ضرب العجل وي. د نوموړي په وينا ټول اړخونه بايد د اوربند څخه د رغنده خبرو اترو د تر سره کولو لپاره کار واخلي.

د دې څخه تر مخه لوېديځ پر روسيې ږغ کړی ؤ چي د پوروشېنکو د سولي د پلان څخه دي ملاتړ وکړي. د کيف په وينا د دغه پلان موخه دا ده چي د هيواد په ختيځو سيمو لکه دونېڅک، سلاويانسک او لوهانسک کي د بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو سره يو جوړ جاړي ته ورسيږي.

«روسيه دي خپل اثر وکاروي»

د آلمان، فرانسې، امريکا او اروپايي اتحاديې مشرانو هم د پوروشېنکو د پلان ستاينه کړې او د هغه څخه يې ملاتړ اعلان کړی ؤ. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير هم پر روسيې ږغ کړي ؤ چي د سولي د پلان ملاتړ دي وکړي. نوموړي ويلي چي روسيه بايد پر بېلتون غوښتونکو باندي د خپل اثر څخه ګټه واخلي او د پلان په بريالي کولو کي مرسته وکړي.

خو اوکراييني ځواکونو د شنبې په ورځ وويل چي د يو اړخيز اوربند باوجوده بېلتون غوښتونکو پر دوی بريدونه کړي دي. له بل اړخه بېلتون غوښتونکو پر اوکراييني ځواکونو د اوربند څخه د سرغړونې تورونه پوري کړي دي.

د پوروشېنکو د پلان له مخي به د جمعې په ماښام پېل سوی اوربند يوه اونۍ دوام وکړي چي په دغه وخت کي بېلتون غوښتونکي وسله وال کولای سي چي خپلي وسلې تسليم کړي او که يې جنايتونه نه وي کړي ورته عفوه به وسي. خو بېلتون غوښتونکو په خپل غبرګون کي ويلي ول چي کيف تر مخه هم ورته ادعاوي کړي خو په عمل کي يوه ورځ يې هم د دوی په وړاندي جګړه نه ده درولې.