1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: سنودن نابللی مېلمه دی

آژانسونه (مسعود جهش)۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لګولی دی چې له مسکو څخه یې د ايدوارد سنودن د وتلو مخه نیولې ده. پوتین سنودن د «عيسوي اختر د نه غوښتلي ډالۍ» سره تشبيه کړی دی.

https://p.dw.com/p/198DN
Russian President Vladimir Putin speaks at the presidential summer residence Kultaranta in Naantali, Finland on June 25, 2013. Putin is in Finland for talks on bilateral and Russia-EU issues. AFP PHOTO / LEHTIKUVA / KIMMO MANTYLA *** FINLAND OUT *** (Photo credit should read KIMMO MANTYLA/AFP/Getty Images)
Vladimir Putinانځور: Kimmo Mantyla/AFP/Getty Images

پوتین په فنلند کې محصلینو ته د وینا پر مهال وویل چې سنودن د امریکا متحده ایالاتو له کبله د مسکو په هوایي ډګر کې بند پاته دی. پوتین وویل: «هغه پخپله زموږ خاورې ته راغلی دی. هغه نه غوښتل چې په دې ځای کې پاته شي بلکې غوښتل یې چې د ترانزیت له لارې ځان خپل وروستي هدف ته ورسوي.»

پوتین ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالاتو د سنودن د سفر مخه نیولې ده، ځکه نو هغه تر اوسه پورې د مسکو د هوايي ډګر په ترانزیت برخه کې پاته دی: «کله چې سنودن پرواز وکړ، دا خبره ټولو ته معلومه شوه او زموږ امریکایي ملګرو د هغه د نورو پروازونو مخه ونیوله.»

پوتین همداراز ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی ايدوارد سنودن، ځکه تر اوسه پوري په روسيه کي ناست دی چي امريکا پر ټولو هغو هيوادونو باندې چې هغه ته د سياسي پنا ورکولو په فکر کې دي فشار ډير کړی دی.

روسي رسنيو د دغه هيواد د جمهور رئيس ولاديمير پوتين په حواله ليکلي دي چي سنودن د سياسي فشارونو له کبله په مسکو کي بند پاته دی «دوی [د امریکامتحده ايالاتو] ټول نور هيوادونه داسي تر فشار لاندي راوستي دي چي اوس هيڅوک سنودن نه غواړي، ځکه نو هغه په روسيه کي بند پاته دی»

د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتو پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن د خپل هيواد د ملي امنیت هغه يوه پروسه افشا کړه چي له مخي ئې په دغه هيواد او تر هغه دباندي مخابراتي او انترنيتي اړيکي څارلې. هغه له امريکا متحده ايالاتو څخه هانکانگ او وروسته مسکو ته والوت، خو له هغه ځايه ئې و نه غوښتل چي بل هيواد ته سفر وکړي.

امریکا متحده ایالاتو تر دې دمخه د ادوارد سنودن پاسپورت بې اعتباره اعلان کړ چې له کبله یې اوس هغه نه شي کولای چې خپل سفر ته ادامه ورکړي. اوس مهال د وینزویلا، بولیویا او نیکاراگوا هیوادونو سنودن ته سیاسي پنا ورکړې ده. خو اصلي ستونزه دا ده چې سنودن نه شي کولای چې له مسکو څخه دغو هیوادونو ته پرته له دې چې د امریکا متحده ایالاتو په یوه هوایي ډگر کې ناسته وکړي، ولاړ شي.

کله چې له پوتین څخه وپوښتل شول چې د سنودن برخه لیک څه شي، هغه وویل: «زه په دې خبره نه پوهیږم. دا د هغه ژوند او برخلیک دی.»

روسي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پوري ئې لا د سنودن له خوا د سیاسي پنا غوښتنه نه ده ترلاسه کړې. تر دې دمخه پوتین ویلي ول چې سنودن یوازې په هغه صورت کې په روسيه کې پاتېدای شي چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو بهیر ته د پای ټکی کښیږدي. پوتین ټینګار کړی دی چې سنودن ته یې دا خبره روښانه کړې ده چې نه غواړي د هغه له کبله د امریکا او روسیې په اړیکو کې کومه ستونزه رامنځ ته شي.