1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: له اوکراين سره د جگړې احتمال نشته

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې دی د دې اټکل نه کوي چې هیواد به یې له اوکراین سره جگړه وکړي. خو هغه په عین وخت کې د اوکراین ولسمشر ته د کریمیا د بیرته اخیستو د هڅې پر ضد خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1EgMj
انځور: AP

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د روسيې له دولتي تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې دی اټکلوي نه کوي چې د روسیې او د گاونډي هیواد اوکراین تر منځ دې جگړه رامنځ ته شي.

هغه په خپله دغه مرکه کې ویلي دي چې دغسې سناریو احتمال نه لري او «هیله لري چې هیڅکله رامنځ ته هم نه شي.» د پوتین په وینا د دې اړتیا نه لیدل کیږي چې له فرانسې، آلمان او اوکراین سره دې یوه بله غونډه وشي او د کړکیچ په هکله دې پر کوم پریکړه لیک باندې بحث وشي.

د روسیې ولسمشر ویلي دي که چیرې د مېنسک تړون عملي شي نو دی ډاډمن دی چې وضعیت به په تدریجي ډول عادي حالت ته راوگرځي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو بیا پر خپل روسي سیال باندي د یوه متمدن چلن او په «دونباس» سیمه کې د خلکو د حقوقو او گټو د خوندي ساتلو له پاره غږ کړی دی.

د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ زیاتره نښتې د دونباس په سیمه کې (د اوکراین ختیځ) رامنځ ته شوي دي.

په عین وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوروشینکو له خوا د کریما نیمه ټاپو د بیرته اخیستلو له پاره د هر رنگه غچ اخیستونکي گام په هکله خبرداری ورکړی دی.

د کریما نیمه ټاپو د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې روسیې له ځانه سره الحاق کړ. پورو شینکو دغه سیمه د «اشغال» شوي سیمې په توگه یادوي او پوتین بیا د کریما الحاق په دغه ځای کې د روسي ژبو د خوندیتوب په توگه توجیح کوي.

پورو شینکو پر پوتین تور لگولی دی چې یو کال دمخه یې په کیف کې د احتجاجونو په ترڅ کې پټو نخښه ویشتونکو ته د فیرونو امر ورکړی دی. له دغه وخت څخه پیل شوی کړکیچ په اوکراین کې تر ۵۶۰۰ د زیاتو کسانو ژوند واخیست.

د فبرورۍ میاشتې په اوایلو کې د سپینې روسیې په پلازمینه مېنسک کې د اوکراین کړکیچ د ښکیلو اړخونو تر منځ د یوه اوربند پر سر توافق رامنځ ته شو، خو د دغه تړون د بریا په هکله بیلا بیل نظرونه شته.

که څه هم د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE د اوکراین په ختیځ کې د دواړو اړخونو تر منځ د تاوتریخوالي د کمیدو او د بندیانو د تبادلې په هکله د رضایت رپوټ ورکړی دی، خو د جگړې له لومړۍ کرښي څخه د وسلو پر شا کیدو کې خنډ او ځنډ، او له ستراتیژیک لحاظه مهم دیبالڅيوې له ښار څخه د بیلتون غوښتونکو د فشار له کبله د اوکرایني عسکرو ایستل، د دغه تړون اغیزمنتوب تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م د فبرورۍ ۲۴مه) به د اوکراین، روسیې، آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د روان کړکیچ په هکله په پاریس کې یوه غونډه وکړي. همداشان د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان به هم د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته خپل کلنی راپور وړاندي کړي.