1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين له روسيې سره د کريميا د يو ځای کېدلو قرارداد مني

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د کرملين مشر ولاديمير پوتين د اوکرايين د توري بحيرې نيمه ټاپو کريميا، له روسيې سره د يوځای کېدو قرارداد منلی دی. ويل کيږي چي دغه قرارداد به نن د سه شنبې په ورځ په لوړه سطحه لاسليک سي.

https://p.dw.com/p/1BRJi
انځور: picture-alliance/dpa

ټاکل سوې ده چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين به نن سه شنبه (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۸) د کرملين د محفلونو په سالون کي ملت ته په يوه فوق العاده وينا کي د کريميا نيمه ټاپو له روسيې سره د يو ځای کېدو اعلان وکړي.

د روسي رسنيو د معلوماتو له مخي کېدای سي چي تر دغي وينا وروسته په دغه سالون کي مخامخ د کريميا له روسي پلوه مشرتابه سره له روسيې سره د يوځای کېدو قرارداد لاسلیک سي.

پوتين د دوشنبې په ماښام بې له دې چي د کريميا په کړکېچ کي د غرب له خوا پر روسيې باندي تحريمونه په پام کي ونيسي، د کريميا نيمه ټاپو يې د يوه خپلواک هيواد په توگه په رسميت وپيژند.

د امریکا متحده ايالات، اروپايي ټولنه او اوکرايين دغه کار له نړيوالو قوانينو څخه ښکاره سرغړونه گڼي. دوی د روسيې دغه عمل چي د اوکرايين خاوره له روسيې سره یوځای کېدل غواړي غندلې ده.

د کريميا نيمه ټاپو اکثريت وگړو د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۶) په يوه ټولپوښتنه کي له روسيې سره د يو ځای کېدو په پلوي رايه ورکړه.

دغه ټولپوښته په نړيواله کچه په رسميت نه وه پيژندل سوې. خو اوکرايين او غربي متحدينو يې د کريميا د مشرتابه د دغه عمل پر وړاندي د پوځي اقدام خبره رد کړې وه.

د کريميا پارلمان له روسيې سره د يوځای کېدو له پاره

د توري بحيرې د کريميا نيمه ټاپو پارلمان له روسيې سره د يوځای کېدو په بهير کي د لومړي گامونو په اخيستلو پيل کړی. په دې سره به نو په لومړي سر کي د روسيې پولي واحد روبل د اوکرايين له گريونيا سره موازي په کار ولويږي. پر دې سربيره بايد د مارچ مياشتي پر ۳۰ نېټه د کريميا وخت دوه ساعته مخکي سي چي د مسکو له وخت سره سم سي.