1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: اوکراین د کورنۍ جگړۍ په درشل کې دی

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

پوتین له مېرکل سره په خبرو اترو کې خبرداری ورکړی دی چې اوکراین د کورنۍ جگړې په درشل کې دی. د پوتین دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې کیف د اوکراین په ختیځ کې د مسکو پلو بیلتونو غوښتونکو پر ضد پوځونه ځای پر ځای کړل.

https://p.dw.com/p/1BjLS
انځور: picture-alliance/ITAR-TASS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آلمان له صدراعظمې انگلا مېرکل سره د سه شنبې په ورځ په یوه تلیفوني تماس کې د کیف له لوري د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د پوځونو ځای پر ځای کیدل وغندل او دغه کار یې په زور سره د احتجاجونو د ځپلو له پاره «د اساسي قانون ضد» یوه اقدام عنوان کړ.

د کریملین له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د روسیې ولسمشر دې ته اشاره وکړه چې په اوکراین د کړکیچ لا شدیدیدل په عملي توگه دغه هیواد د کورنۍ جگړې په لور وړي.»

د کریملین د وینا له مخې مېرکل او پوتین هیله څرگنده کړه چې د اروپايي ټولنې، متحده ایالاتو، روسیې او اوکراین د استازو تر منځ د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې تر سره کیدونکي خبرې اترې «وضعیت پر یوه سوله ییز لور یوسي».

خو تر دې د مخه د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، خبرداری ورکړی وو چې د مسکو پلوو بیلتون غوښتونکو پر ضد د کیف هر اقدام کولای شي، د پنجشنبې په ورځ تر سره کیدونکي خبرې اترې تر پوښتنې لاندې راولي.

15.04.2014 DW online Karte Ukraine Russland Donetsk eng

امریکا متحده ایالات نور بندیزونه پلانوي

په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې په ختیځ اوکراین کې په ناکراریو کې د روسیې د ممکنه ښکلتیا له کبله، ښایي پر دغه هیواد باندې نور بندیزونه هم وضعه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي، د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه یوازې تر یوې کچې پورې بندیزونه په نظر کې لرو، بلکې د نورو اضافي گامونو اخیستلو له پاره چمتووالی نیسو.» خو ساکي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې واشنگټن به د پنجشنبې د ورځې د خبرو اترو تر مخه نور بندیزونه وضع نه کړي.

کیف، د سه شنبې په ورځ د مسکو پلوه وسلوالو بیلتون غوښتونکو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې بیلتون غوښتونکو په ختیځ اوکراین کې لږ تر لږه په نهو ښارونو کې د دولتي ودانیو د خالي کولو څخه ډډه وکړه. کیف د دوشنبې تر سهاره د دغه ودانیو د خالي کیدو له پاره ضرب الاجل ټاکلی وو.

د عملیاتو په لومړي پړاو کې اوکرایني ځواکونو د کراماتورسک ښار هوایي ډگر بیرته ونیو. د اوکراین مؤقتي ولسمشر پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي دي چې حکومت د دونیڅک، په سیمه کې چې له روسیې سره پوله لري، پوځونه ځای پر ځای کوي.