1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د امریکا بندیزونه «سپین سترگي» وبلله

۱۳۹۶ مرداد ۶, جمعه

تر کانگرس وروسته د امريکا سنا هم د روسيې پرضد نوي بندیزونه تصویب کړل. اوس نو یوازي ولسمشر ترمپ کولای سي دغه جزايي تدابیر متوقف کړي. کریملین د دغو بندیزونو په مقابل کي په غوسې سره عکس العمل ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/2hI8j
Finnland | Vladimir Putin
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/M. Metzel

د امريکا متحدو ايالاتو سنا له اروپا څخه پر انتقادونو سربیره بیا هم تقریباً د رایو په اتفاق سره د روسيې پرضد بندیزونه تصویب کړل. د جزايي تدابیرو د قانون دغه مسوده، چي د شمالي کوريا او ایران پرضد هم پکښي بندیزونه شامل دي، په ۹۸ موافقو او ۲ مخالفو رایو سره ومنله سوه. د امریکا کانگرس یوه ورځ دمخه هغه په ۴۱۹ موافقو او يوازي ۳ مخالفو رایو سره منلې وه.

اوس نو د جمهوررييس دونالد ترمپ وار دی، چي د قانون دغه مسوده لاسلیک کړي. ترمپ کولای سي هغه ویټو کړي، ځکه چي له روسيې سره د ښو مناسباتو د پاللو کوښښ کوي. خو څرنگه چي د پارلمان په دواړو مجلسونو کي دغه مسوده تر دوه پر درې اکثریت سره لا زياته تصویب سوې ده، د هغه لاسونه هم تړلي دي. ځکه چي دواړه مجلوسونه بیا کولای سي د جمهوررييس ویټو رد کړي.

نوې مسوده د روسيې په مقابل کي د بندیزونو پراخیدل په پام کی لري، د اوکراين په شخړه کي د روسيې د رول او پروسږکال د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوري رياست پر انتخاباتو باندي د روسيې د شکمني اغیزي له کبله وضع سوي وه. روسيې دغه تورونه تل رد کړي دي.

پوتین «د روسيې ضد احساسات (هیستري)» ویني

د روسيې جمهوررئيس ولاد يمير پوتين په فنلنډ کي د سفر پرمهال د نوو بندیزونو په مقابل کي په ښکاره ډول نظر څرگند کړ. هغه پلان سوي بندیزونه په ډیر عصبانیت سره رد کړل او ویې ویل چي مسکو به ژر یا وروسته د دغي «سپین سترگۍ» په مقابل کي عکس العمل وښيي.  پوتین زیاته کړه چي «موږ په ډیر انعطاف او زغم سره چلند کوو، خو په ځينو برخو کي به موږ مجبوره سو، هغه ته یو جواب ورکړو، ځکه دا ناممکنه ده چي زموږ د هيواد په مقابل کي دي موږ دايمي دغه شان «سپین سترگۍ» وزغملای سو.»

داچي روسيه به څرنگه عکس العمل ښيي، پوتین یې په هکله څه ونه ویل، خو دومره یې وویل، چي «موږ به وگورو» دا په دې پوري هم اړه لري چي پلان سوي بندیزونه بلاخره په څه ډول سره تطبیق کیږي.

پوتین د امريکا متحدو ايالاتو د تیرکال د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د روسيې د شکمني لاسوهني په اړه امریکايی څیړونو ته په اشارې سره وویل، چي په هغه کي د یوې منظمي او باقاعده تحقیقاتو څخه خبره نه سي کیدلای. برعکس پوتین په دې کار سره په امريکا متحدو ايالاتو کي «په مخ پر ډیریدونکي توگه د روسيې ضد احساسات» ویني.

پوتین زیاته کړه، چي د امریکا- روسيې تر منځ د مناسباتو خرابیدل ډیر د تأسف ځای دئ او هیله مند چي هغه به بیرته سم سي. د پوتین په خبره دواړو هیوادونو کولای سول، د نړيوالو بحرانونو په حلولو او «ترهگرۍ ضد» مبارزه کي ډیر ښه گډ کار وکړي.