1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پوتین: روسیې د کرونا ضد لومړی واکسین جوړ کړ

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی دی چې روسیې د کرونا ویروس ضد د نړۍ «لومړی واکسین» جوړ کړی دی. د پوتین په خبره دا واکسین د کرونا ویروس پر خلاف تر ډیر وخته پورې کار کوي.

https://p.dw.com/p/3gnMZ
Russland Moskau Wladimir Putin Coronavirus
انځور: Getty Images/A. Druzhinin

د روسيې له پلازمېنې مسکو څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله ولسمشر پوتین په دولتي تلویزون کې په خپره شوی یوه ویډیوي کنفرانس کې ویلي دي چې نن د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې یولسمه نیڼه) په نړۍ کې د لومړي ځل له پاره د نوي کرونا ویروس ضد یو واکسین په روسیه کې راجستر شوی دی.

ولادیمیر پوتین د روسیې د کابینې د غړو په مخاطب کولو سره وویل: «زما له لوڼو څخه هم یوې یې دا واکسین استعمال کړی دی. زه ویلی شم چې زما لور هم یو ډول د دې تجربې یوه برخه ده. دا واکسین د کووید-۱۹ وبایي ناروغۍ سبب جوړیدونکي کرونا ویروس پر ضد په اوږدمهاله ډول د بدن مقاومت ممکن کوي.»

روسیه په ډیري تیزۍ سره د کرونا ویروس پر ضد واکسین پر جوړولو کار کوي.

د روانې میاشتې په اوایلو کې د مسکو حکومت هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو چارې به په څو اونیو کې پیل شي او تر راتلونکي کاله پورې به دا کار دومره پراخ شي چې د هیواد طبي کارپوهان به هره میاشت د څو میلیونو په شمیر کې واکسینونه تولید کړي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د نړیوال روغتیایي سازمان غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان تیره اونۍ له روسیې غوښتي ول چې دغه هیواد دې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو په پروسه او ټولو پړاونو کې نړیوالو اصولو او مقراراتو ته ژمن پاتې شي، څو په دې توګه یو محفوظ واکسین تیار کړای شي.

له کله راهیسې چې د کرونا ویروس د یوې نړیوالې وبا شکل غوره کړی دی، له هغه وخت راهیسې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې په دې اړه تحقیقات جریان لري.

د روسیې د ګامالیا انیستیتوت بریالیتوب

د ولسمشر پوتین په حواله د کوید-۱۹ ضد دغه واکسین د مسکو ګامالیا انیستیتوت جوړ کړی دی. په دې توګه نوموړي ادارې د دوو میاشتو څخه په کمه موده کې دغه واکسین پر انسانانو ؤ ازمایه.

له دغو تجربو او آزمایشونو وروسته د روسیې د روغتیا وزارت د کوید-۱۹ پر ضد د جوړ شوي دغه واکسین نظارتي تائید هم ورکړی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز