1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین له یوه اتومي تړونه د وتلو فرمان لاسليک کړ

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين، داسي یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د منځني واټن اتومي وسلو په تړون کې د کریملن حضور د تعلیق حالت ته ځي. تر دې مخکې واشنګټن هم له دې تړون څخه د وتلو اعلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/3EQSM
Putin bei Jahrespressekonferenz 2018
انځور: picture alliance/dpa/A. Zemlianichenko

کریملن د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین داسې فرمان لاسلیک کړی دی چې له مخې یې دغه هیواد د منځني واټن اتومي ولسو په تړون کې چې د سړې جګړې پر مهال له امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی وو، خپل حضور د تعلیق حالت ته راولي.

تیره میاشت روسیې اعلان کړی وو چې په دې تړون کې به خپل حضور تعلیق کړي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، لا وختي له دې تړونه د وتلو اعلان کړی وو، ځکه په خبره یې مسکو ترې سرغړونه کوي. مسکو بیا دغه تورونه ردوي او په بدل کې يې پخپله پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لګوي چې له تړونه سرغړونه کوي. واشنګټن هم دغه تورونه رد کړي دي.

د فرمان په متن کې راغلي دي چې پوتین تر هغه وخته پورې د دې تړون د تعلیق امر کړی دی چې په خبره یې واشنګټن ترې سرغړونې ته د پای ټکی کښیږدي. پوتین په عین حال کې د بهرینو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د تړون لاسلیکوونکي د روسیې له پریکړې خبر کړي.

دغه د منځني واټن اټومي وسلو تړون په ۱۹۸۷م کال کې لاسلیک شو. د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالد ریګن او د هغه وخت د شوروي اتحاد رهبر میخایل ګرباچوف د دې تړون په لاسلیکولو سره پر هغو وسلو بندیز ولګاوه چې هغه وخت یې اروپا له ګواښ سره مخامخ کړې وه.

په دې سره د۵۰۰ او ۵۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکو ځمکنیو توغندیو باندې بندیز ولګول شو. له دې تړون سره د روسیې په اټومي سرګلولو سمبال بالیستیک توغندیو بندیز ولګول شو چې اروپايي پلازمینې یې ګواښلې، خو په عین حال کې یې پر نورو اټومي ځواکونو لکه چین محدودیتونه وضع نه کړل.