1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند: تیار یو له اوکراین څخه په لسونو زره مهاجر ومنو

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د پولند صدراعظم ويلي دي چې هیواد يې غواړي د اوکراین له نا آراميو څخه په لوی شمیر کې مهاجر ومني. پولند تر دې مخکې دا هم ويلي وو چې په اوکراين کې د ټپي شوو کسانو انتقال او په روغتونو کې یې د درملنې له پاره تیاری نيسي.

https://p.dw.com/p/47fHn
Ukraine Krise | Medyka | Menschen flüchten über die Grenze Richtung Polen
انځور: Czarek Sokolowski/AP Photo/picture alliance

د پولند صدراعظم، ماتئوش موراویه تسکي په دې اړه ويلي دي: «موږ به هغو کسانو ته پناه ورکړو چې اړتيا ورته لري.» هغه دغه خبرې، فونکه رسنيزې ډلې ته کړي او دغه راز د اویست فرانس په نوم فرانسوۍ ورځپاڼۍ د خپلې يکشنبې ورځې په ګڼه کې خپرې کړي دي.

موراويه تسکي ټینګار کړی دی چې «پولند تیار دی له اوکراین څخه په لسونو زره، سلونو زره مهاجر ومني.»

آلمان خبري آژانس (dpa) د پولنډ حکومت له قوله ليکي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې چې روسيې پر اوکراين يرغل کړی، پولند ته له ۱۱۰ زرو څخه ډير اوکرايني مهاجر رسیدلي دي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د پولند د عامې روغتيا وزارت ويلي وو چې د اوکراين په ناکراریو کې د ټپي شوو کسانو درملنې ته تیار دي. دغه وزارت ويلي وو چې د زرونو ټپي ناروغانو له پاره روغتونونه لري او دغه راز یو روغتيايي سیار اورګاډی هم چمتو کوي تر څو له سرحده ټپيان انتقال کړي.

پولند څو مياشتې مخکې خپل شرقي سرحدونه وروسته له هغې وتړل چې د ګاونډي هیواد بلاروس یا سپینې روسيې څخه ورته غیرقانوي مهاجر اوښتل. دغه مهاجر چې شمیر يې په وروستيو کې ډیر زیات شو، د افغانستان، سوريې او عراق په څیر نا امنه هیوادونو ښودل کیدل چې غوښتل يې ځانونه د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو ته ورسوي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.