1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پوليسو په آلمان کي يو مهاجر ويشتلی دی

۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعه

آلماني پوليسو د آلمان په فولدا ښار کې پر يوه ۱۹ کلن مهاجر باندې ډزي کړي او ويشتلی دی. دغه مهاجر د يوې نانوايي پر يوه موټروان باندي تر بريد وروسته پر پوليسو هم ډبري اورولي وې او يوه پوليس هغه ويشتلی دی.

https://p.dw.com/p/2w177
Deutschland Kleintransporter fährt in Münster in Menschenmenge - Tote und Verletzte
انځور: picture alliance/dpa/F. Gentsch

د فولدا ښار د څارنوال په خبره، دغه مهاجر چي افغان ښوول شوی دی د جمعې ورځ په سهار د دغه ښار د نانوايۍ پر يوه موټروان لومړي د تيږو ګوزارونه او بيا يې په سوټي وهلی ډبولی دی.

پوليسو د پيښه ځای ته نژدې د مهاجرو په يوه هستوګنځای کې د دغه افغان له خوا د ترسره شوي عمل د لامل يا انګيزې په اړه څه نه دي ويلي دي.

د تحقيق کوونکو په خبره دغه افغان مهاجر وروسته له دې چې د نانوايي موټر چلونکی يې وهلی ډبولی، د نانوايۍ ښيښې يې هم ماتې کړي دي. په احتمالي توګه دغه ځوان وروسته له هغې چې سيمې ته پوليس رسيږي پر پوليسو هم په سوټي حمله کړې ده. په پايله کې يوه پوليس بيا پر هغه ډزې کړي دي او ويشتلی يې دی.

تر اوسه ترسره شوي تحقيقات ښيي، چې په دغې پيښه کې د پوليسو له خوا درې ګولې ويشتل شوي دي. اوس د آلمان د هيسن ښار جنايي ادارې او د فولدا ښار څارنوالۍ په ګډه د دغې پيښې د څيړنې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

تر اوسه لا دا هم نه ده روښانه چې آيا حمله کوونکي افغان مهاجر د نانوايي دغه موټروان له مخکې تعقيب کړي وو که نه. نوموړی موټر چلونکی د ژور ټپونه له امله روغتون ته رسول شوی دی. له دې نه علاوه، د نانوايي يوه ښځينه کارکونکې د وضعيت په ليدو ويريدلې او بیا بي سده شوې ده. دا هم روښانه نه ده چي دغه کس نشه وو او که يې روحي ناروغي لرله.