1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو د مودي نژدې همکار د جنسي تیري په تور نیولی دی

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

د اوتراپردیش پولیسو د لومړي وزیر ناریندرا مودي په رهبرۍ د هندو ملت پالي گوند مخکښ سیاستمدار سوامي چنما یانند، د جنسي تیري په تور نیولی دی. دا په لږ وخت کې د مودي د ګوند د غړو د نیولو دویمه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/3Q0EZ
Indien Shahjahanpur | Swami Chinmayanand Parteiführer BJP
انځور: IANS

 

د دغه ایالت پولیسو د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۲۰مه نیټه) خبر ورکړ چي د سوامي چنما یانند پر ضد د دوو اوونیو له پاره تعلیقي بند وضع سوی دی.

د هغه احتمالي ۲۳ کلنې قرباني ښځې د دغه سیاستمداره پر ضد د سپتمبر میاشتي په سر کي عریضه کړې وه. خو د تحقیقاتو د نه ترسره کیدو له کبله هغې د پنجشنبه په ورځ (د سپټمبر ۱۹مه نیټه) خپل ځان ته د اور ورته کولو ګواښ وکړ.

.

Narendra Modi Fashion Hut
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

سوامي چنما یانند د ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۴م کال پوري د مودي د داخلي مسایلو سکرټر وو. په دې منځ کي هغه په اوتراپردیش ایالت کي د یوه سلسله تعلیمي او خیریه تأسیساتو کارونه پرمخ بیايي. د رسنیو په حواله د ده شکمنه قربانې د هغه په یوه کالج کي زده کوونکې وه. د پولیسو د قومندان په حواله سوامي چنما یانند تر هغه وروسته په قسمي توګه اعتراف وکړ چې پولیس ورته د هغه ثبت شوې تلیفوني خبرې واورولې.

دا په اوتراپردیش کي د هندو ملتپاله گوند «بي جې پي» د مهمو سیاستمدارانو پر ضد په ډیر لږ وخت کي دویم دغه ډول یو سخت تور دی چي لگول کیږي. تیر کال هم د دغه ایالت یو بانفوذه وکیل کولدیپ سنگ سېنگر، د جنسي تیري په تور بندي سوی وو. دوې میاشتي دمخه هغه بیا د خبرونو په سر کي هغه وخت راغی، کله چي یې قرباني او مدافع وکیل دواړه په یوه ترافیکي حادثه کي سخت ټپيان سول او دوه خپلوان یې مړه سول. تر سختو اعتراضونو وروسته هندي عدلي مقاماتو په دې منځ کي پر هغه باندي تور لگولی دی چي د موټر ټکر یې له محبس څخه تنظیم کړی دی.

qn/ms (afp)

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 19.02.2017)