1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیس اخراجیدونکو افغانانو سره په ناوړه چلن تورن شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د ربړونې ضد کمیټې غړو په هغه چارتر الوتکه کې سفر کړی چې له آلمان څخه په کې افغانستان ته رد شوي افغانان اخراجیدل. هغوی پر پولیسو د «نامناسب» زور زیاتي تور پور کړی دی او پر یوه بله مسله یې هم انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3IDdC
Abschiebung nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

دلته هغه یو پرواز مطرح دی چې د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه په یوه چارتر الوتکه کې د آلمان له بایرن ایالت څخه په کې ۴۶ رد شوي افغان مهاجر خپل هیواد ته اخراج شول. د اروپا د ربړونې ضد شورا کمېټې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په الوتکه کې د افغانانو د څارلو له پاره سل پولیس او د ربړونې ضد کمیټې درې غړي هم سپاره ول. دغه اروپایي څارونکې ډلې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ټوله کې د اخراج بهیر په ډیر ښه او مسلکي ډول تر سره شوی وو، خو په عین وخت کې یې یوه نامناسب چلن ته اشاره کړې ده.

د دغه کمیټې د غړو د معلوماتو له مخې د آلمان له بیلابیلو ایالتونو څخه افغانان د مونشن ښار ته انتقال شوي وو. د ربړونې ضد کمیټې غړو ویلي دي چې د زیاتره رد شوو مهاجرو تر هوایي ډګره او بیا په الوتکه کې د سپریدو پر مهال چلن ډیر آرامه وو.

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې دوو کسانو سخت مقاومت کاوه. د هغوی په لاسونو او پښو کې زولنې وې او د څو پولیسو له خوا په زوره الوتکې ته وخیژول شول او یوه مهاجر په الوتکه کې هم خپل مقاومت ته هم ادامه ورکړه او پر نورو سربیره یې خپل سر له څوکۍ سره وواهه.

رپوټ زیاتوي چې دغه کس د شپږو پولیسو له خوا نیول شوی وو. یوه پولیس د هغه له مرۍ لاس راتاو کړی وو، چې په سختۍ سره یې ساه اخیستی شوه او یوه بل پولیس څو وارې د زیات وخت له پاره د دغه کس په تناسلي آله سخت فشار راوړ.

Deutschland Demonstration afganischer Flüchtlinge in München
په مونشن کې د اخراج پر ضد د مهاجرو مظاهرهانځور: picture-alliance/dpa

د دغې کمیټې پوهانو پر دې باندې انتقاد کړی دی چې دغه میتود په ښکاره توګه په دې موخه شوی وو چې د سخت درد د رسولو په پایله کې دغه تن همکارۍ ته مجبور شي. د کمیټې غړو په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه ډول یو اقدام «غیر معقول او نامناسبه» دی. هغوی غوښتنه کړې ده چې آلمان باید د دغه ډول تکتیکونو د مخنیوي له پاره په «سملاسي اقداماتو» لاس پورې کړي.

د آلمان د عدليې وزارت د دغه رپوټ د خپریدو په ورځ په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د آلمان فدرالي پولیسو ته د دغو سپارښتنو په هکله خبر ورکړل شوی دی.

مهاجرو ته یوازې لږ وخت مخکې د اخراج په هکله خبر ورکول کیږي

پر دې سربیره دغه کمیټې پر دې انتقاد کړی دی چې په زیاتره مواردو کې له آلمان څخه اخراجیدونکي مهاجر یوازې لږ وخت مخکې د خپل اخراج په هکله معلومات تر لاسه کوي. د کارپوهانو په نظر یوازې هغه مهال چې کسانو ته په موقع باندې خبر ورکړل شي چې له آلمان څخه باید ووځي، څو وکولای شي له رواني لحاظه له دغه وضعیت سره ځان برابر کړي.

د آلمان د عدليې وزارت د دغه رپوټ په ځواب کې ویلي دي چې معمولاً د اخراج نيټه یوه اوونۍ تر مخه بايد اعلان شي ، او دغه څه د هغو کسانو په هکله هم صدق کوي چې د اخراج په توقیف ځایونو کې وي. خو د بایرن ایالت استازي په دې نظر دي چې هغه کسان چې په توقیف ځایونو کې دي د اخراج دقیقه نېټه یې په ګوته نه شي، ځکه چې د اخراج په توقیف ځای کې د هغوی پاتې کیدل په خپله په همدې معنی دي چې هغوی ژر اخراجیږي.

د ربړونې ضد کمیټه د اروپايي شورا له کارپوهانو جوړه ده او مقر یې د فرانسې په شتراسبورګ کې دی. د دغې کمیټې له لوري دغه ډول سفر کول او په هکله یې رپوټ هیڅکله د یوه هیواد په هکله د څیړنو په معنی نه دی. دغه رپوټونه د اروپايي شورا د ۴۷ غړو هیوادونو په زندانونو او دې ورته تأسیساتو کې د بشري حقونو د رعایت کولو د ارزونې په موخه ورکول کیږي.

S.R/ B.S(afp,dpa,ap)

زموږ له آرشيف څخه: