1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیس د راونزبورګ د پیښې د انګیزې معلومولو په هڅه کې دي

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

د آلمان په راونز بورګ ښار کې یو ۱۹ کلن ځوان د ښار په منځ کې د چاقو په وسیله پر خلکو برید وکړ او دری ته یې ټپیان کړل. پولیس د دې عمل د انګیزې معلوملو په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/35gpQ
Deutschland Messerattacke in Supermarkt in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د آلمان په راونزبورګ ښار کې د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۸) وروسته له غرمې د چاقو په وسیله ترسره شوي برید د دغه ښار اوسیدونکي اندښمن کړي دي. اوس پولیس د پيښې د انګیزې معلومولو په هڅه کې دي. د دې برید د یوه قرباني ټپونه ډیر شديد دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

پولیسو تر برید سمدستي وروسته د ښار په منځ کې یو شکمن ۱۹ کلن افغان پناه غوښتونکی نیولی دی. د پولیسو او څارنوالۍ په حواله تحقیق کونکي تر اوسه پورې فکر نه کوي چې دغه برید دې د تروریستې انګیزې له مخې ترسره شوی وي.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې بریدګر په لومړي سر کې د مارين پلاڅ د بسونو په تمځای کې پر دوو مسافرو یا بس ته منتظرو کسانو د چاقو برید وکړ او ۵۰ متره وړاندې یې یوه بل کس په چاقو وواهه.

د پیښې په قربانیانو یا ټپي شویو کسانو کې دوه تنه سوریایې پناه غوښتونکي چې یو یې ۱۹ او بل یې ۲۰ کلن دی او یو ۵۲ کلن آلمانی شامل دي.

ښاروال دانیل راپ، ویلي دي داسې معلومیږي چې د بریدګر مخه نیول کیدای شوای. د تحقیق کونکو په حواله یو سیاستوال له خپلو دوو تنو همکارانو سره د پيښې ځای ته نږدې ولاړ وو او شکمن بریدګر ته یې وویل چې چاقو وغورځوي.

دغه ۴۶ کلن سیاستوال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې «زه په تصادفي ډول هلته نږدې موجود وم». ۱۹ کلن بریدګر خبره ومنله، ځکه له هرې خوا پرې خلک را ټول شوي ول.

نوموړی کس وایي: «ګورم چې په ناڅاپي توګه بریدګر له وینو ډک چاقو سره زما مخې ته ولاړ دی او زه یې وګواښلم. ما ورته وویل چې هغه باید چاقو پر مځکه وغورځوي. هغه دا کار وکړ».