1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوهان: د پاکستان ستوتزي مخ په زياتيدو دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د پاکستاني او امريکايي پوهانو يوه ګروپ پر پاکستان غږ کړي چي که په دغه هيواد کي د موجودو ستونزو مخه ؤ نه نيسي نو دغه هيواد په د يو خطرناک حالت سره مخامخ شي

https://p.dw.com/p/11JmB
د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه

پاکستاني او امريکايي پوهانو د چهارشنبي په ورځ يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کي راغلي چي که پاکستان غواړي د نورو کړکيچونو سره مخامخ نه شي نو بايد خپله توجه د هند څخه واړوي او خپلي دموکراتيکي مؤسسي په پښو ودروي. په راپور کي همداراز زیات شوی چي پاکستان بايد لا ډيري پيسي په پوهني ولګوي.

دغه راپور د 31 پاکستاني او امريکاي پوهانو لخوا خپور شوي چي په کي راغلي چي که څه هم د اتمي وسلو لرونکي پاکستان يو سقوط شوي ملک نه دي، خو د دغه هيواد ستونزي تر يوي خطرناکي کچي ډيري شوي دي.

په خپور شوي راپور کي همدا ویل شوی: «که پاکستان اصلاحي چاري په لاس کي و نه نيسي نو د دغه هیواد ستونزي به په راتلونکي کي لا جدي او لويي شي.»

د دغي څيړنيز ګروپ مشري، حسن عباس کوله څوک چي د آسيا په ټولني او د کولمبيا په پوهنتون کي عالم دي.

په دغه ګروپ کي د امريکا د بهرنیو چارو پخواني وزير مرستيال، جان نيګروپونته؛ د امريکا د متحده ايالاتو پخواني ديپلومات، فرانک ويسنر؛ با نفوذه ليکوالانو احمد رشيد او پيټربيرګن برخه درلوده.

دغو پوهانو په پاکستان غږ کړي چي خپله ټوله توجه دي د افراطيانو طرف ته وګرځوي چا چي د پاکستان په داخل کي کي د تشدد اور ته لمن وهلي.

د دغو پوهانو لخوا په خپور شوي راپور کي راغلي: « د دي پر ځاي چي د پاکستان دولت په کشمير کي د غيرواقعي آزادي او يا هم په افغانستان کي د ژوري ستراژی خبري وکړي، بايد خپله توجه د پاکستان داخلي ستونزو ته واړوي.»

د دغي څيړني ډيره برخه د مي د دويمي د پيښي څخه مخکي ترتيب شوي په کومه پيښه کي چي پلازميني اسلام آباد ته څيرمه د ايبټ آباد په ښار کي اسامه بن لادن ووژل شو.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژني بيا د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکي په اړه نوي پوښتني را ولاړي کړي دي.

د څيړني په راپور کي راغلي چي دا خبره د واقعيت څخه لري ښکاري چي ګني په پاکستان کي دي ډير ژر پوځ د سياست څخه لاس واخلي.

د دوي په وينا دموکراسي د پلي کيدو لپاره وخت ته اړتيا لري.دوي زياتوي چي ديموکراسي به هغه مهال پلي شي چي پوځيان تر تقاعد وروسته په ملکي څوکيو ونه ګمارل شي.

پدغه راپور کي په پاکستان غږ شوي چي په عاجله توګه دي د بي وزلي او بيسوادي مخه ونيسي. پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري پرمختيا په جدول کي 169 هيوادونو په قطار کي 125 ځاي لري.

اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي/ مسعود جهش