1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوځي هڅي مو له تروريزم سره د مبارزې له پاره دي

۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د شانگهای د همکاريو سازمان عمومي منشي وايي چي په پوځي برخه کي فعاليتونه نه ډيري وي، بلکي ټولي څېړني ئې له تروريزم سره د مبارزې له پاره دي.

https://p.dw.com/p/1EoYP
انځور: AFP/GettyImages

د شانگهای د همکاریو سازمان عمومي منشي ديميتري ميزينڅوف وايي چي په پلان کي نه لري د تروريزم ضد پوځي تمريناتو لمن پوځي همکاريو ته وغځوي.

ميزينڅوف د شانگهای د همکاریو سازمان په لسمه غونډه کي چي د روسيې په خانتۍ مانسيسکي ښار کي جوړه سوې وه وويل: «د شانگهای د همکاريو سازمان د غړو هيوادونو د پوځي همکاريو اساسي موخه له افراطيت، بېلتون غوښتني، تروريزم او مخدرو موادو له قاچاق سره مبارزه ده.»

د شانگهای د همکاریو سازمان په غونډه چي د مارچ مياشتي له لسمي څخه پيل سوې او تر ۱۲ پوري به دوام وکړي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال يگور مورگولوف وويل چي د تروريزم له پراختيا سره د شانگهای د همکاریو سازمان غړي هيوادونه باید د تروريزم ضد سيمه ييز جال جوړ کړي.

هغه وويل: «د تروريستي فعاليتونو پراختيا د شانگهای د همکاريو سازمان په سيمه کي د انفجار په شان ده او ټوله سيمه به بې ثباته کړي. پر دې سر بيره په منځني ختيځ، شمالي افريقا او اوکراين کي ناکرارۍ رواني دي. دا ټول هغه څه دي چي هر هيواد بايد د امنيت ساتلو له پاره يو څو اړخيز نړيوال ايتلاف جوړ کړي.»

د شانگهای د همکاریو سازمان غړي هيوادونه اوس روسيه، چين، قزاقستان، قرغزستان، تاجيکستان او ازبکستان دي.

څارونکي هیوادونه ئې افغانستان، هند، ايران، منگوليا او پاکستان دي. د ډيالوگ غړي هيوادونه ئې سپينه روسيه، ترکيه او سريلانکا دي.