1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پينتاگون: په سوريه کي مو د القاعدې ۱۱ غړي وژلي دي

۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزارت (پېنتاگون) ویلي دي چې د سوریې ادلیب ته څیرمه هوایي بمباریو د القاعدې یوولس غړي وژلي دي. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې یو تن د دغه ترهگر سازمان مشرتابه ته ډیر نزدې وو.

https://p.dw.com/p/2XCk9
Syrien Luftangriff auf Idlib
انځور: Reuters/A. Abdullah

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تیره اوونۍ کې د دوی دوو هوایي بریدونو د القاعدې یوولس غړي وژلي دي. دغه بریدونه د سوریې په شمال لویدیځ کې شوي دي.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت په وینا دغه هوایي بریدونه د فبرورۍ میاشتي پر دریمه او څلورمه نېټه د سوریې ادلیب ته څیرمه تر سره شوي دي. زیاته شوې ده چې لومړنی برید چې د القاعدې لس تنه یې وژلي دي پر یوې ودانۍ باندي شوی چې د دغي تندلاري ډلي د ناستي ځای وو.

په دوهم برید کې ابو هاني المصري، وژل شوی دي چې د القاعدې د داسي غړي په توگه پيژندل کیږي چې د دغي ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن او همداشان له اوسني مشر ایمن الظواهري سره یې نزدې اړیکي درلودې. داسې ویل کیږي چې هغه په۱۹۸۰م کلونو څخه تر ۱۹۹۰م کلونو پوري په افغانستان کې د دغه ډلي د رزونې څارنه هم کړې ده.

د پېنتاگون له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې المصري «په زرونو ترهگر لیکو ته جذب کړي، روزلي او مجهز کړي دي چې بیا وروسته په سیمه او نړۍ کې خپاره شوي دي.»

خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امريکا د سوریې په شخړه کې ښکیل دی چې په بنیادي توگه د القاعدې ترهگري شبکې او د هغې د سیالې تندلاري ډلي پر ضد جنگیږي. د ادلیب ولایت ډیره برخه د القاعدې د پخوانۍ څانگې تر کنترول لاندې ده. دغه ډله د سوریې په روان کړکیچ کې پخوا د سوریې د پاڅون کوونکو تر څنگ هم د سوریې د حکومت پر ضد جنگیدلې ده.

د پېنتاگون ویاند جیف ډیوس ویلي دي: «دغو بریدونو د القاعدې دا وړتیا له منځه وړې ده چې امریکا او په نړۍ کې زموږ د گټو پر ضد بهرني بریدونه پلان او رهبري کړي.»

زموږ له ارشيف څخه