1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتنو د پاکستاني پوځ او طالبانو پر ضد غږ پورته کړی

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

په پاکستان کې د پښتنو یو خوځښت رامنځ ته شوی چې ملاتړي یې هم پر پاکستاني پوځ او هم پر طالبانو باندې نیوکې کوي. هغوی وایي چې سیمې یې له کلونو راهیسې د جګړې میدان په توګه کارول کیږي.

https://p.dw.com/p/2vl2s
Pakistan Peschawar Demonstration Pashtun Movement
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د مې پر ۳۰مه نیټه له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو دیرش کاله پوره کیږي چې په پایله کې یې دغه هیواد د مجاهدینو لاس ته ولوید. په ۱۹۸۰مو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې په سلهاو زرو انسانان ووژل شول چې په ترڅ کې یې امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان پوځ د مجاهدینو ملاتړ کاوه. له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو تر وتلو وروسته، د دې هیواد اوسیدونکي له لا ډیرو خونړیو نښتو سره لاس او ګریوان شول ځکه د مجاهدینو ډلو د واک پر سر یو له بل سره جګړه پیل کړه.

د افغانستان کورنۍ جګړه په ۱۹۹۶ کال کې تر هغه وروسته چې طالبانو د دې هیواد ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته، یو څه آرامه شوه. خو دغه آرامي هم خونړۍ وه ځکه د پاکستان تر ملاتړ لاندې طالبانو هم تر خپل کنترول لاندې سیمو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړل. دغه وضعیت په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې د امریکا تر برید پورې دوام وکړ چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو.

د یوې لنډې مودې له پاره د افغانانو په منځ کې دا هیله پیدا شوه چې په هیواد کې به یې بالاخره سوله راشي. خو بیا هم کورنۍ جګړې چې تر ننه پورې دوام لري، په زرهاو کسان وژلي دي.

د افغانستان پر سر اوس هم جګړه روانه ده. د پاکستان په خاوره کې هم د پښتنو سیمې د افراطي اسلامپاله ډلو د فعالیت او پوځ د عملیاتو له کبله کړیږي چې له کبله یې په وروستیو کلونو کې په لوړه کچه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د دغو نه ختمیدونکې جګړو، اسلامپاله افراطیت، بغاوت او بشري ناورین په زړه کې پښتانه پراته دي. د سیمی پښنانه وايي چې له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د پښتنو لږ تر لږه درو نسلونو د خپل ژوند په بیه د داسې یوې جګړې تاوان ورکړی دی چې پر هغوی باندې له بهر څخه تپل شوې ده. په لومړي سر کې سړې جګړې او د پخواني شوروي او امریکا متحده ایالاتو تر منځ سیالۍ دغه سیمه د جګړې په ډګر بدله کړه او بیا د لویدیځ او اسلامپاله افراطیانو تر منځ جګړې دغه خلک بیکوره، مسکین او د ژوند له اساسي نعمتونو بې برخې کړل.

خو اوس یو سیکولار خوځښت، چې مشري یې ځوان منظور پښتین کوي، د زرونو پښتونو پام ځان ته اړولی دی چې وایي: «نور نو بس ده!». «د پښتون ژغورنې غورځنګ» د خپلې سیمې د بربادي پړه پر پاکستاني پوځ او اسلامپالو باندې اچوي.

په آلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون

دغه خوځښت چې په سر کې یې هدف د جګړې دریدل وو، د ۲۷ کلن نقیب الله محسود، تر وژل کیدو وروسته پیل شو. محسود د جنوري په شلمه نیټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا ووژل شو. چارواکو ادعا کوله چې هغه له یاغیانو سره اړیکې لرلې. دغه تور د محسود کورنۍ او فعالان ردوي. د بشري حقونو فعالان وایي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په وروستۍ لسیزه کې په زرهاو پښتانه ځوانان د ترهګرۍ په پلمه یا خو برمته کړي او یا یې هم وژلي دي. د هغوی په خبره ایالتي چارواکي له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پښتانه ځپي. په همدې وروستیو کلونو کې د دې سیمې پښتنو ته د اسلامپالو او یاغیانو نومونه ورکړل شوي ځکه طالبان له همدې سیمې څخه فعالیت کوي او همداراز ځکه چې د اوږدو جګړو په پایله کې په دې سیمه کې افراطیت ډیر شوی دی.

پښتین خپلې خبرې بې پردې کوي او په ښکاره توګه یې په ډاګه کړې ده چې هغه څوک د پښتنو د کړیدو لامل بولي. هغه په یوه لاریون کې وویل: «موږ باید هغه څوک چې موږ یې تباه کړي یو، وپیژنو. هغه GHQ ده.» له دې سره هغه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مشرتابه ته ګوته نیولې ده.

«د پښتنو له پاره عدالت»

 «د پښتون ژغورنې غورځنګ» یو مدنی فعال علی وزیر، وایي چې هغوی د انسانانو د «عمدي لادرکه کیدو، د پښتنو د دوامداره سپکولو او حقونو تر پښو لاندې کیدو» د دریدو غوښتنه کوي. هغه وایي: «چارواکي باید زموږ د خلکو  په خپل سر وژنو څیړنه وکړي. هغوی باید د ښو او بدو طالبانو پالیسي پریږدي چې سیمې ته یې تاوان رسولی دی.»

هغه له دې سره د پاکستاني پوځ هغه احتمالي سیاست ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې یې هغه طالبان چې د دې هیواد ستراتیژیکو اهدافو ته ګټور دي، «ښه» ګڼي او نور بیا «بد».

پاکستاني رسنۍ وایي چې دغه خوځښت د پاکستان پوځ یو څه اندیښمن کړی دی او له همدې کبله یې د هغه د آرامولو له پاره یو څو تنه فعالان آزاد کړي دي. خو وزیر وایي چې دوی اوس هم ګواښ کیږي: «موږ د دولتي ادارو او ښو طالبانو [هغه طالبان چې د وزیر په خبره د پاکستان د ګټو ساتنه کوي] له خوا ګواښل کیږو.»

د بشري حقونو د څار سازمان هم د مارچ په ۱۳مه نیټه وویل چې پاکستان باید د پښتنو پر ضد خپل له تبعیض څخه ډک قوانین او کړه وړه پریږدي او د هغوی پر ضد له خصومت څخه د ډک چلن د ختمولو په موخه اقدامات وکړي. دې سازمان زیاته کړه: «دغه بهیر د منظور پښتین او د لاریون د نورو مشرانو چې په ناسمه توګه تورن شوی دي، پر ضد د جرمي دوسیو د تړلو، د نقیب الله محسود د وژنې د پشپړې څیړنې او د مسوولو کسانو د محاکمې او د پښتنو د غږ له نه تپولو سره پیلیدای شي.»

Pakistan Peschawar Demonstration Pashtun Movement
فعالان وایي چې په وروستیو کلونو کې په زرهاو پښتانه د پاکستان د پوځ له خوا برمته شوې دي.انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د مظاهره کوونکو غوسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په وروستیو میاشتو کې ډیر شهرت ترلاسه کړی دی. هغه په ډیر کم وخت کې په یوې پیژندل شوې څیرې بدل شو. هغه توانیدلی دی چې په خیبر پښتونخو ا کې چیرې چې د عمران خان د ګوند حکومت دی، عام پښتانه له ځان سره یوځای کړي. په داسې حال کې چې په نورو رسنیو کې د هغوی د فعالیتونو سم پوښښ نه کیږي، دغه خوځښت په ټولنیزو رسنیو کې ډیر بحثونه راپارولي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د سنا غړی عثمان کاکړ، په دغه خوځښت کې شامل نه دی، خو هغه د پښتین له ځینو غوښتنو سره موافق دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «د پښتون تحفظ خوځښت غواړي چې ټول لادرکه پښتانه دې د یوې محکمې پر وړاندې حاضر شي. هغوی غواړي چې د قبایلي شمال لویدیځو سیمو څخه دې ماینونه پاک شي او دا چې پوځ دې له یاغیانو سره د اړیکې په شک د پښتنو د کورونو ویجاړولو ته د پای ټکی کیږدي.»

هغه زیاتوي: «د پښتنو غوسه له کلونو راهیسې د جوشیدو په حال کې وه. که پښتین نه وای نو یو بل کس به د دغه خوځښت مشري په لاس کې نیولې وای.»

اسلام آباد میشته څیړونکی او فعال سلیم شاه، وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې له نورو نشنلستو ډلو څخه توپیر لري. هغه وایي: «په پاکستان کې هیڅ کومې بلې سیاسي ډلې  پوځ داسې نه دی چلنج کړی لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ چې کړی. دا د ځوانانو یو خوځښت دی. دا اوس په یوه نړیوال خوځښت بدل شوی ځکه اوس پښتانه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د مظاهرو له لارې د دې خوځښت ملاتړ کوي.»

اوس نو پوښتنه دا ده چې ایا دغه خوځښت به پرته له یوې منظمې رهبرۍ دوام پیدا کړی او که نه. کاکړ په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د پښتنو نور ګوندونه د یوه سیاسي سازمان جوړښت او سیاسي کړنلاره لري خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دغه شان یو څه نه لري.»

کاکړ دا هم مني چې تر اوسه پورې پاکستاني ګوندونو له دې خوځښت څخه ځان لیرې ساتلی دی: «د پښتنو نشنلست ګوندونه نه غواړي چې پوځ تحریک کړي، ځکه چې دا د هغوی سیاسي نقش اغیزمنولی شي. خو پښتین بیا د نورو په څیر نه دی او د هغه څه په اړه چې غواړي یې ډیرې واضح خبرې کوي.»

متحد پښتانه؟

افغان حکومت، چې ډیر وخت د پاکستان له کورنیو چارو ځان لیرې ساتي، د پښتین له خوځښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. آن د افغانستان د پارلمان ځینو غړو له حکومت څخه غوښتي چې د دې خوځښت ملاتړ دې وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د خپل تویتر ټولنیزې شبکې له لارې په پاکستان کې د پښتنو له خوځښت څخه خپل ملاتړ ښوولی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه حرکت دې وشي کولی چې له سیمې څخه د ترهګرۍ ریښې ورکې کړې.

د ولسمشر غني په یوه تویت کې راغلي دي: «زه په پاکستان کې د پښتنو له اوږد مارش څخه بشپړ ملاتړ کوم چې اصلي هدف یې په سیمه کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر وړاندې د خلکو راپورته کول دي.»

د پاکستان له پاره د پښتنو موضوع تل ډیره حساسه پاتې شوې ده. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له خپلواکي راهیسې د دیورند د کرښې په دواړو اړخونو کې یو شمیر پښتانه د یوه اکثریت پښتون سیمې خوب ویني. یو شمیر کارپوهان وایي چې پاکستان ځکه د پښتنو سیمې افراطي کړي دي چې د دې قوم د یوځای کیدو مفکوره له منځه یوسي. له تاریخي لحاظه د دغه شان خوځښتونو مشري تل لیبراله او سیکولار پښتنو کړې ده.

اوسني خوځښت ته هم کیدای شي په پاکستان کې د دیورند د کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو د یوځای کیدو له پاره د یوې هڅې په سترګه وکتل شي. خو پخپله دغې ډلې تر اوسه پورې دغه شان کومه غوښتنه نه ده وړاندې کړې.

سلیم شاه وایي: «ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ کولای شي د دیورند د کرښې په دواړو خواو کې پښتانه سره یو کړي؟ زه فکر کوم چې دې خوځښت همدا اوس هم دا کار کړی دی. په کندهار، جلال آباد او کابل ښارونو کې د دې خوځښت په ملاتړ لاریونونه شوي دي. عام افغانان د سولې شعارونه ورکوي.»

خو له پښتین څخه د کابل ملاتړ کیدای شي چې زیانونه هم ولري. همدا اوس هم په پاکستان کې ځینې ډلې پر پښتین باندې د بهرني ملاتړ لرلو تورونه لګوي. کابل میشته کارپوه یونس فکور دویچه ویله ته وویل: «افغان حکومت غواړي د دې خوځښت د ملاتړ له لارې پر پاکستان باندې فشار راوړي او بیا وروسته ترې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ګټه واخلي.»

خو یو شمیر نور افغانان بیا ځکه د دې خوځښت ملاتړ کوي چې هغوی د دیورند د کرښې په بله غاړه کې د پرتو پښتنو او خپلو ستونزو تر منځ یوه مستقیمه اړیکه ویني. د کابل پوهنتون استاد او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې فیض محمد ځلاند، دویچه ویله ته وویل: «کله چې پاکستان میشته پښتانه ښه تعلیم ته لاس رسی ولري او ورسره د دویمه درجه وګرو په توګه چلن و نه شي، نو د هغوی سیمې به د ترهګرو له پاره پټنځایونه نه وي.»

فکور بیا وایي چې له دې خوځښت څخه د افغانستان ملاتړ به پاکستان ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې له پاره توجیه په لاس ورکړي. هغه زیاتوي: «هغه څه چې کابل یې ترسره کوي کیدای شي په ضرر تمام شي ځکه پاکستان به له دې موضوع څخه د طالبانو د ملاتړ د توجیه کولو په موخه کار واخلي.»

شامل شمس/ مسعود جهش/ ستار خان

«که پاکستان همکاري وکړي که نه، موږ سولي ته رسيږو»