1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيا: والي د يو ناکامه ځانمرگي بريد څخه روغ رمټ ووتی

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

د پکتيا والي جمعه خان همدرد نن د يکشنبې په ورځ د ځانمرګو بريدونکو د يوې ډلي د بريد څخه روغ رمټ وتلی. ويل کيږي، چي بريد کوونکو د هغه ولايت ښاروالۍ ته د ننوتلو هڅه کوله، خو په دغه حال کي والي دفتر ته راورسيدی او هغه د بريد

https://p.dw.com/p/12sxf
انځور: DW

د پکتيا والي وياند روح الله سمون دويچه ويله پښتو ويب پاڼي تهوويل، چيد بريد سم دلاسهد والي ساتونکو له وسله والو سره مقاومت پيل کړ،او د والي جمعه خان همدرد موټر په بيړه له سيمې څخه تېر سول.

د سمون په وينا په پيښه کي يو پوليس او د هغه ولايت د ښاروالۍ يو کارکونکی وژل سوي او څلور تنه ملکي وگړل نور ټپيان سوي دي.

وياند ويلي، چي بريد گرو لومړی کوښښ کاوه، چي د ښاروالۍ مقام ته ننوزي، خو کله چي والي خپل دفتر ته را ورسيد نو تر بريد لاندي راغلی.

نوموړى وايي، والي او د هغهساتونکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى، خو درې وسله وال چيځانمرګي واسکټونه يې هم په تن ول، ځاى پر ځاى ووژل سول او يو بل ځانمرګى لادرکه سوى ،چي دامهال يې افغان ځواکونو په نيول او وژلو پسيعمليات پيل کړي دي.

سمون زياتوي، چيد ځانمرګو تر وژل کيدو لږ وروسته په سيمه کييوه موټر بم هم چاودلی، چې چا ته پکښيزيان نه دى اوښتى.

دا لومړى ځل دى، چي د وسله والو ځانمرګو بريدکوونکو يوه ډله له بريد سمدستي د افغان عسکرو په ډزو وژل کيږي اوجګړهتر څو دقيقو ډېر دوام نه کوي.

وسله والو طالبانو د بريد مسؤليت پر غاړه اخيستى، طالب وياند ذبيخ الله مجاهد اعا کوي، چې د پکتيا ډېرو دولتي تاسيساتو کې ځانمرګوبريد کوونکي ننوتي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ د پنجشير ولايت د ولايتي بيا رغاوني ډلي پر دفتر هم د وسله والو طالبانو يو څو تنو ځانمرگو بريد کوونکو بريد کړی.

پکتیا ولایت، چي د ګاونډي هیواد پاکستان سره جوخته پوله لري په تیرو وختونو کي په وار وار د داسې پیښو شاهد پاته سوی.

څه موده وړاندي په دغه ولایت کې د سرک جوړولو د یوه شرکت پر کارکونکو یو برید تر سره سو، چې په پایله کې یې ۳۶تنه ووژل سول او۲۰تنه نور ټپیان سول.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل