1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيا: په دوو ترافيکي پيښو کي ۲۲ کسان ټپيان سوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه
https://p.dw.com/p/14dVO

د پکتيا ولايت د ترافیکو چارواکي وايي چي نن غرمه مهال ددغه ولايت په مرکز ګردېز ښار کي د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٢ تنه ټپيان شوي دي. د هغه په خبره لومړۍ پېښه د ورځي پر ١١ بجو د ګردېز ښار اړوند د خوست او کابل پر عمومي سړک د بنوزيو په سيمه کي د يوه سراچه موټر او يوې کرولا ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه. د پکتيا د ترافيکو د مدير حاجي ګل اغا دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي په پېښه کي ١٣ کسان ټپيان شوي دي، چي ٦ تنه ئې په سراچه کي ول، او پاته په کرولا موټر کې سواره ول. نوموړى وايي، چي سراچه موټر له خوست ولايت څخه پلازمېني کابل ته سورلۍ ليږدولې. په يوه بله ترافکي پېښه کې بيا ٩ کسان ټپيان شوي دي. ګل اغا وايي، چې دا پېښه د ګردېز ښار د اودکي په نوم سيمه کي د يوه پيکپ موټر د چپه کيدو له امله رامنځته شوي.
بلخوا د پکتيا د ولايتي روغتون مشر ډاکټر اياګل پکتين دويچه ويله ته وويل، چي دوى ته د دواړو پېښو څخه ٢٢ کسان وروړل شوي دي، چې يو شمېر ئې ښځې او ماشومان دي، او د څو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دئ. د ترافيکو مديريت چارواکي د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې پروايي او د موټر تېز رفتار بولي.