1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا: د ځمکو د خړوبولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

د پکتيکا په سر روضې ولسوالۍ کې د کرهڼيزو ځمکو او کليو له پاره د اوبو د برابرولو د يوې پروژې چارې پېل شوې.

https://p.dw.com/p/15YQt
انځور: DW

په همدې اړوند په جوړو شوو مراسمو کې د پکتيکا ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د سيمې ګڼ شمیر اوسيدونکو برخه اخيستې وه. پر دغه پروژه ۳۶ میلیونه افغانې لگښت راځي چې د آسیا د پرمختیایي ادارې له لوري ورکول کیږي.

د پکتيکا والي محب الله صميم، وويل چې د زراعتي ځمکو او کليو له پاره د اوبو برابرولو دا پروژه ډیره ارزښتمنه ده او په بشپړيدو سره به ئې کروندګرو ته ډیری اسانتياوې برابرې شي. هغه زیاته کړه چې په دې لويه پروژه کې به ٢٤ واړه سربندونه، ديارلس واړه پلچکونه او پنځه کيلومتره د اوبه خور ويالې په پاخه او اساسي توګه جوړي شي چې شاوخوا څلور زره کورنۍ به ترې گټه واخیستلای شي.

صميم زیاته کړه چې پر دغه پروژه باندې ۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او آسيا د پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کيږي. د آسیا پرمختیا ادراه د (US AID) په مالي مرسته دغه پروژه پر مخ بیایي.

هغه وړاندې وویل چې په دې پروژه کې به په لسګونو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي. هغه په دغه غونډه کې همداراز ژمنه وکړه چې ډیر ژر به د پکتيکا په يو شمیر نورو سيمو کې هم ورته د بيارغاونې پرورژې پيل کړي چې په هغې کې به هم ګڼو ځوانانو ته د کار موندنې زمينه برابره شي.

د آسيا د پرمختيايي ادارې ولايتي مسئول اخترمحمد تڼيوال وویل چې د سيمه ييزې ادارې په مرسته دا تر ټولو لويه پروژه ده او چارې به ئې په څلورو مياشتو کې سر ته ورسيږي.

د سر روضې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نادر، د خلکو په استازيتوب له دغه پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او ويويل چې له دې سره به له يوې خوا د زراعتي ځمکو د اوبو کولو ستوونزه هواره شي او ترڅنګ به ئې د دوى بيکاره ځوانانو ته د لنډ مهال له پاره د کار کولو موقع برابره شي. د هغه په وینا که چیرې دې ته ورته اوږد مهالې پروژې پر لار واچول شي نو ځوانان به د کار موندنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته سفر کولو ته اړ نه وي.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض