1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیښور ته څیرمه چاودنې ۱۵ تنه ووژل

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز، پیښور ته څیرمه د نیمه پوځي ملیشو د موټرو پر کاروان باندې تر سره شوي برید ۱۵ تنه ووژل. د چارواکو د وینا له مخې دا یو موټر بم چاودنه وه چې د بډهـ بیرې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/18yiK

دغه برید په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي، چې د بریتانیې لومړی وزیر دیوید کمرون د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد څخه لیدنه وکړه.

د پیښور د حکومتي روغتون لیډې ریډنګ، ویاند سید جمال شاه ویلي دي چې تر اوسه په دغه برید کې پنځلس تنه وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې په برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د هغه په وینا په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو د وینا له مخې د چاودنې زیاتره قربانیان ولسي خلک دي، ځکه چې دغه چاودنه د بازار په منځ کې د سرحدي ملیشو د موټرو پر کاروان تر سره شوې ده.

د شفیع الله خان په نوم د پولیسو چارواکي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ګڼې ګوڼې څخه ډک بازار کې درول شوی وو. د هغه په وینا کله چې د سرحدی ملیشو د موټرو کاروان له دغه ځایه تیریده نو دغه موټر ته چاودنه ورکړل شوه.

د هغه په وینا زیاتره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتي ده، ځکه چې د چاودنې په وخت کې په بازار کې ډیر خلک موجود وو.

د جاوید خان په نوم یوه تن ځایي چارواکي خبریالانو ته وویل چې په بډهـ بیره کې د تر سره شوي برید د قربانیانو په منځ کې یو تن پولیس هم شامل دی. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډیره بده پیښه ده. په تیرو څو ورځو کې په دغه سیمه کې هدفي عملیات تر سره شول او موږ ډیر شمیر ترهګر هم ونیول.»

د فرانسې د خبري آژانس خبریال د وینا له مخې په دغه سیمه کې دوکانونو او موټرو ته زیان اوښتی دی. دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه برید کې سرحدي ملیشو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

یوه پوځي چارواکې د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط وویل: «تر اوسه پورې موږ د سرحدي ملیشو د دوو سرتیرو د ټپي کیدو رپوټ لرو. خو د نور زیان په اړه معلومات نه لرو.»

لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي، خو طالبان زیاتره وخت امنیتي ځواکونه تر خپلو بریدونو لاندې نیسي.