1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پیښور پوهنتون ته څیرمه د طالبانو برید

۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعه

پاکستاني طالبانو چې چادري یې پر سر وې په پیښور کې د زراعت پوهنتون پر ادارې برید کړی. په بريد کي ۹ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده. ټول بریدګر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2oaBI
Pakistan Attentat in Peshawar
انځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې تر برید سملاسي وروسته پولیس او عسکر د پیښې ځای ته ورسیدل او د زراعت پوهنتون پر ادارې باندې ټول برید کوونکي یې ووژل.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیتسي دی او د دغې ډلې یوه ویاند ویلي دي چې د پاکستان د داخلي استخباراتي ادارې (آی اس آی) یو امن ځای یې تر برید لاندې نیولی دی.

د پیښور د پولیسو مشر طاهر خان، ویلي دي چې برید کوونکي چې چادري یې اغوستي وې په ریکشا کې د پوهنتون انګړ ته ځانونه رسولي دي. د هغه په خپره کیمپس ته تر ننوتو د مخه برید کوونکو یو ساتونکی ویشتلی. د طاهر خان په خبره پنځه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

خو په پيښور کي د دوو روغتونونو چارواکي وايي چي په دغه بريد کي ۹ کسان وژل سوي دي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

یوه ټپي محصل احتشام الحق، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د پوهنتون په ليليه کې شا او خوا ۴۰۰ کسان اوسیږي خو د هغه په خبره د جمعې په ورځ رخصتي وه نو له دې کبله زیاتره محصلین کورونو ته تللي ول او یوازې ۱۲۰ کسان په ليليه کې پاته ول.

دغه محصل ویلي دي: «موږ ویده وو چې د فیرونو اواز مو واوریدل. زه راپاڅیدم او په څو ثانیو کې هر څوک په منډه وو او غږ یې کاوه چې طالبانو برید کړی دی.»

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې پاکستاني طالبانو په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي د برید په ترڅ کې ۱۳۴ماشومان ووژل.

 s.r/n.z (Reuters)