1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیکېنگ: د جاپان پر ضد یو ځل بیا لاریون تر سره شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/169wd

د چین په پلازمینه پیکېنگ کې نن په دویمه ورځ هم په سلگونو کسانو د جاپان د سفارت د باندې لاریون تر سره کړی دئ. دواړه هیوادونه د یوې جزیرې د ملکیت دعوی کوي او دغه لاریونونه هم په دغه تړاو تر سره کیږي. تیره ورځ د پیکېنگ سربیره د چین په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د جاپان پر ضد لاریونونه تر سره شوي وو. په پیکېنگ کې تیره ورځ لاریونو کوونکو د جاپان سفارت په تیږو او بوتلونو ویشتلی وو. زیاته شوې ده چې تیره ورځ د چین په یو شمیر ښارونو کې لاریون کوونکو دوکانونه چور کړي وو او جاپاني موټرو ته ئې زیانونه اړولي وو.