Merkel PKK
۱۳۸۷ تیر ۲۴, دوشنبهسر بیره پر دی ویل شوی چی دغه یرغمل نیول په آلمان کی د کردانو د وسلوال کارګر ممنوعه ګوند پی. کا. کا. PKK د یوی محلی څانګی عمل دی چی د هغه ګوند له مشری سره پری خبری نه ؤ شوی. سره لدی هم دغه یرغمل نیول د ټول سازمان لخوا حمایه کیږی. څنګه چی کلمه په کلمه راغلی: د آلمان لخوا د کردانو پر ضد سیاست په نظر کی نیولو سره، دا یو سخت کار دی چی د دغسی عملیاتو مخه ونیوله شی. سره له دی هم د پی. کا. کا. د ګوند مشری لکه چی په خپله وایی غواړی، چی د یرغمل نیول شویو کسانو د خلاصی لپاره زیار وباسی. د هغوی صحی حالت ښه ویل شوی دی.
د دغی اعلامیی څخه چی پرون غرمه په انترنټ کی خپره شوی ده، دوه معلومات لاس ته راځی: یو دا چی یرغمل نیول شویو او د هغوی یرغمل نیونکی ښایی چی اوس هم د ارمنستان او ایران سره د پولو په سیمه کی وی، او نه دا چی د عراق شمال ته تښتیدلی وی. دوهم دا چی: د پی. کا. کا. مشری ټول خپل پټ سازمان باندی کنترول نه لری.
له بلی خوا د آلمان لومړی وزیری انګلا مرکل پرون یکشنبه د يرغمل نیونکو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چی بی له ځنډه څخه يرغمل نیول شوی کسان آزاد کړی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په ډاګه کړه چی آلمان نه پریږدی چی څوک ورباندی فشار راوړی.
دغه په اروپایی ټولنه او د امریکی په متحده ایالاتو کی د ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوی ګوند پی. که. که. په خپل لومړنی اعلامیه کی غوښتلی ؤ چی د آلمان حکومت باید په خپل د کردانو په وړاندی سیاست کی بدلون راولی. دواړه آلمانی سیاستمداران پرون په پاریس کی د اروپایی ټولنی او مدیترانی د هیوادونو د ستری غونډی په څنډه کی خپلی سیالان د ترکیی لومړی وزیر رجب طیب اردوغان او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر علی بابه جان سره وکتل.
شتاینمایر له کتنی نه وروسته وویل چی د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر ضمانت وکړ چی د هغه هیواد د آلمانی یرغمل نیول شویو کسانو د خلاصی لپاره له هیڅ ډول هڅی څخه به ډډه ونه کړی. د آلمان او ترکیی لومړی وزیران د آلمانی یرعمل نیول شویو کسانو د زر تر زره خلاصی لپاره د یوی ژوری ګډی همکاری پر سر موافقه وکړل.