1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېښورۍ څپلۍ اوس په اروپا کې هم مينه وال لري

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

کرستيان لوبوتان د پيزار جوړولو يو مشهور ډيزاينر دی. دې فرانسوي ډيزاينر اوس له پېښورۍ څپلو څخه په الهام اخيستلو سره همدا ډول څپلۍ جوړي کړي دي. پېښورۍ څپليو ته د قبايلي سيمو د لاسي کار د يوه شهکار په سترگه کتل کيږي.

https://p.dw.com/p/3HKc9
Pakistan Fashion Lifestyle - Chacha Noor Dins Schuhen
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

کرستيان لوبوتان يوه مياشت مخکې د ټولنیزي رسنۍ انستاگرام له لارې ويلي ول: «ډېر ژر به د بوټونو يو نوی ډيزاين معرفي کړو. دغه ډيزاين مو د پاکستان د پېښوريو څپليو تر خوښيدو وروسته جوړ کړی دی.»

د پېښوريو څپليو ښايسته لاسي کار هيڅ مثال نه لري. ډېرو خلکو د لوبوتان دا نوې هڅه ستايلې او خوښي يې پرې څرگنده کړې ده، خو ځينو پرې بيا انتقاد هم کړی دی.

څپليو ته په پاکستان کې له پخوا راهيسې د پښتنو د پيژندگلوي په سترگه کتل کيږي. دا د عامو خلکو او کار کوونکو څخه نيولې بيا د هېواد تر سياسي او ممتاز قشره، د هر چا خوښيږي.

د لوبوتان د ډيزاين شويو څپليو بيه ۵۰۰ ډالر ده په داسې حال کې چې د پېښورۍ څپلۍ بيه پنځنيم ډالره کيږي.

Pakistan Fashion Lifestyle - Chacha Noor Dins Schuhen
پېښورۍ څپلۍ په ټول پاکستان کې شهرت لريانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

پر انستاگرام چې کله پر دې څپليو نيوکې وشوې نو لوبوتان هغه ټول پوستونه پاک کړل او ويې ليکل: «موږ د يوه بل کلتور عکاسي نه کوو، بلکې دا مو له يو بل کلتور سره د مينې څرگندول دي.»

لوبوتان خپلو مينه والو ته د امن او سولې د پيغام په ورکړې سره وويل: «نړۍ او په نړۍ  کې موجود انفراديت زما د کار بنسټيزه برخه ده. زما د پاکستان دا دود خوښ شو او دا ډيزاين مې جوړ کړ. زما دا ډيزاين په اصل کې لاسي کار، هنر، قديمي دودونو او بېلا بېلو کلتورونو ته درناوی کوي.»

Pakistan Fashion Lifestyle - Chacha Noor Dins Schuhen
پېښورۍ څپلۍ د عام سړی نیولې بيا تر سياستوالو او تجارانو هر څوک خوښويانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په ۲۰۱۴م کال کې يوه بريتانوي ډيزاينر پاول سمت هم د پاکستاني څپليو په څير يو ډول پيزار پرته له دې چې د اصل په اړه معلومات ورکړي، معرفي کړی وو چې له امله یې د پاکستاني رسنيو له خوا پر نوموړي سخت انتقادونه وشول.

B.S/N.Z (afp)

زموږ له آرشيف څخه: