1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پېښور: د پيغمبرۍ ادعا کونکي د قتل قضيې څېړنه روانه ده

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

د پېښور په یوه محکمه کې مذهب ته د سپکاوي قضیې د استعماعیه غونډې پرمهال د یوه پاکستاني الاصله امریکایي د قتل قضیې د تفتیش له پاره ځانګړې کمیټه ټاکل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3gHfU
Pakistan Peshawar Polizisten
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad

د شنبې په ورځ (د جولای میاشت لومړۍ نیټه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې یوه ځانګړې ډله به په محکمه کې د امریکایي تابعیت درلودونکي طاهر نسیم چې رواني ناروغ وو، د قتل د پيښې تحقیقات وکړي.
مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتي وو چې د دې قتل په هکله دې عدالت تامين کړي.
رواني ناروغ طاهر نسیم د پيښور په یوه محکمه کې مذهب ته د سپکاوي (توهین رسالت) قضیې د استماعیه غونډې پر مهال په ډزو وژل شوی وو.
د امریکا د ایلنوئې ایالت پورې تعلق درلونکي طاهر نسیم په هکله ویل کیږي چې هغه د پيغمبرۍ ادعا کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله پاکستان ته پکار دي چې اصلاحات رامنځته کړي، څو په راتلونکي کې داسې «شرمونکي پيښې» رامنځته نه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «مونږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې د توهین مذهب په قانون کې اصلاحات رامنځته کړي، ځکه له دې قانون څخه ناوړه استفاده کیږي. سربیره پر دې پاکستان دې د خپلو محکمو په سیستم کې هم اصلاحات راولي.»
د دې پيښې شکمن مجرم نیول شوی وو او د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړای شوی وو.
شکمن مجرم چې یو تنکی ځوان دی، ادعا کړې چې د اسلام پيغمبر یي په خوب کې لیدلی او نوموړي ته یي د طاهر نسیم د وژنې امر کړی وو.
د تفتیش افسر اعجاز احمد د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي چې وژل شوي کس د احمدیه مذهبي ډلې پورې تعلق درلود.
دا خبره مهمه ده چې په پاکستان کې د ۱۹۷۴م کال راهیسې د احمدیه مذهبي ډله په قانوني توګه غیر مسلمان اقلیت بلل کیږي.
د جمعې په ورځ په زرګونو کسانو د دې قتل د مجرم په ملاتړ مظاهرې وکړې، په داسې حال کې چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ګوند (پي ټي آی) ترڅنګ د یو شمیر نورو ګوندونو مشرانو هم په ټولنیزو رسنیو کې د قتل د شکمن مجرم په حق کې پيغامونه لیکلي دي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص