1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پې ار ټي گاني به نور ظرفيت لوړولو ته پاملرنه کوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

په افغانستان کي د آيساف ځواکونو وياند جنرال جوزف بلاتڅ د ناټو د ملکي استازي سره په ګډه ويلي چي تر دې وروسته به د ولايتي بيا رغوني ډلي په افغانستان کي ضرفيت لوړولو ته ډيره پاملرنه کوي.

https://p.dw.com/p/11ZW3
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلوتڅ
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلوتڅانځور: DW

بلاتڅ نن په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د امنيتي مسووليت د ليږد د بهير سره هممهاله به ولايتي بيارغوني ډلي د بيارغوني پروژو مسووليت هم افغان لوري ته وسپاري.

« د پي ار ټي فعاليتونه به تردي وروسته تر ډيره خلکو ته پر خدمتونو او ظرفيت لوړولو متمرکزوي، تر څو افغانانو ته د بيارغوني پروژو په ورسپارلو سره افغان دولت په سمه توګه د بيا رغاوني بهير پرمخ يوسي.»

افغان ولسمشر څه مودي وړاندي ويلي ول، چي د امنيتي مسووليت ترڅنګ دي د بيارغاوني چاري هم افغانيزه سي.

ولسمشر کرزي په افغانستان کي د ولايتي بيارغوني ډلو پر ړنګيدو ټينګار درلود چي دده په خبره دا له افغان دولت سره موازي جوړښتونه دي.

بلاتڅ وويل د پي ار ټي ډلي به د بيارغوني تر لاس لاندي پروژو تر بشپړيدو پوري په افغانستان کي پاتي وي.

ده په دي برخه کي په پنجشير او باميانو ولايتونو کي د ولايتي بيارغاونو کوچنيو ډلو ته اشاره وکړه چي دده په خبره کارونه يې په سيمه کي ډير اغيزمن دي.

په همدې حال کي د ناټو ملکي استازي دومنيک مډلي هم په دغه خبري غونډه کي وويل افغان ځواکونو ته د امنيت ورسپارلو پروګرام چي ټاکل سوې ده د جولای پر ۲۱ نيټه پيل سي د واقعيتونو پر بنسټ جوړ سوی.

« د ايساف د تګلاري پر بنسټ د عامو افغانانو ساتنه زموږ له دندو څخه ده، موږله دې چي وسله وال په ځانمرګو بريدونو کي له ماشومانو کار اخلي انديښمن يو. ددې له پاره نړيواله ټولنه او افغان حکومت بايد د عامه پوهاوي د کچي د لوړاوي له پاره کار وکړي.»

ټاکل سوې ده چي په راتلونکي ميلادي مياشت کي د سروبي ولسوالۍ پرته د ټول کابل، پنجشير او باميانو ولايتونو، د هرات، مزار شريف، لښکرګاه او مهترلام ښارونو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل