1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګي بريد شاوخوا 69 کسان په پاکستان کی ووژل

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د اسامه بن لادن د و‌ژل کیدو وروسته په پاکستان کی نن یو ډیر قوی ځانمرګی برید ترسره شو. طالبانو د دغي پيښي مسوليت په غاړه اخيستي او ويلي يي دي چي دغه بريد يي د اسامه بن لادن د وژلو د غچ اخستلو په موخه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/11FDQ
د ځانمرګی برید قربانیان
د ځانمرګی برید قربانیانانځور: AP

نن «جمعه» په پاکستان کي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي 69 کسان ووژل شول. پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسوليت په غاړه اخيستي. دوی ویلی چی دغه برید يي د امريکايي ځواکونو لخوا، په پاکستان کي د القاعدي د شبکي د مشر، اسامه بن لادن، د وژلو د غچ اخستلو په موخه تر سره کړي.

د اسامه بن لادن د مړيني وروسته په پاکستان کي د تاوتريخوالي د رامنځ ته کيدو بيره لا ډيره شوي. د طالبانو وياند، احسان الله احسان، د تليفون په کرښه رسنيو ته وويل: «دا د اسامه بن لادن د شهادت د غچ اخستلو لپاره زمو نږ لومړني بريد وه. مونږ به لا نور بريدونه هم تر سره کړو.»

نني ځانمرګي بريد د پاکستان په شمال لويديځي سيمي، چارسدي، کي د نيمه پوځيانو په يو مرکز تر سره شو. دولتي چارواکي وايي کله چي دغه ځانمرګي بريد تر سره شو په سيمه کي يوه بله چاودنه هم وشوه خو دوي وايي چي لا تر اوسه نه پوهيږي چي لومړنی بريد هم د انتحار کونکي په واسطه رامنځ ته شوي وه او که نه.

د چارسدي د پوليسو مشر وويل: «تر اوسه پوري د مړو شويو کسانو شمير 69 تنو ته رسيږي. پيښه يو ځانمرګي بريد وه.»

شفيق الرحمن چي په پيښي کي ټپي شوي وايي چي دوي په موټرونو کي د ختلو په حال کي ول چي په سيمي کي يوه وړوکي چاودنه رامنځ ته شوه. دي زياتوي چي د دغي چاودني څخه وروسته بيا يوه بله ډيره لويه او قوي چاودنه رامځ ته شوه چي د ډير شمير کسانو د ټپي او وژل کيدو لامل شوه.

په دغه بريد کي وژل شوي 65 کسان پاکستاني نيمه پوځيان دي. دا په داسي حال کي ده چي د ځينو رسنيو په حواله د سلو څخه ډير نور کسان د پيښي په پايلي کي ټپيان شوي هم دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم