1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرګي برید په جلال آباد ښار کې ۱۲ کسان ووژل

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

د ننګرهار چارواکو ویلي دي چې په ننګرهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ د ملي اردو نوي جذب شوي سرتیري وژل شوي دي. په پیښه کې ۳۸ تنه نور ټپیان هم دي.

https://p.dw.com/p/1ITIy
Afghanistan Anschlag am Flughafen Kabul
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د جلال آباد د روغتون مشر احسان الله شینواري، د دوشنبې په ورځ وویل چې د یوه ځانمرګي برید له کبله د ۱۲ تنو وژل شویو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د چاودنې له کبله ۳۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د ډیرو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان دي.»

په برید کې ټول وژل شوي کسان د افغانستان ملي اردو ته جذب شوي نوي سرتیري وو چې په یوه سرویس کې یې د جلال آباد ښار په څنډو کې سفر کاوه.

د ننګرهار د ولایتي شورا مشر احمد علي حضرت، ویلي دي چې لومړني رپوټونه ښيي چې برید کوونکی پر یوه موټر سایکل سپور وو او ځان یې د دغو سرتیرو له موټر سره جنګولی دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت دغه شان بریدونه د طالبانو له خوا ترسره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب