1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانگړې محکمه: د نوي پارلمان پرانستنه دي و ځنډيږي

۱۳۸۹ دی ۲۹, چهارشنبه

هغه ځانګړې محکمه چي د افغانستان د انتخاباتي درغليو په موخه جوړه سوې له ولسمشره غواړي چي نوی پارلمان پر ټاکل سوي نيټې نه پرانيزي.

https://p.dw.com/p/QtQV
قاضيان وايي دوی ته بايد نور محلت ورکړل سي تر څو خپلي څيړني بشپړي کړي.
قاضيان وايي دوی ته بايد نور محلت ورکړل سي تر څو خپلي څيړني بشپړي کړي.انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د دغي محکمې غړو نن په يوه خبري غونډه کي غوښتنه کړې چي نوی پارلمان بايد يوه مياشت وروسته پرانيستل سي.

د ځانګړي محکمي مشر صديق الله عتيق وويل چي دوی ځکه د پارلمان د پرانيستي لپاره د يوې مياشتي ځنډ غوښتنه کړې چي تر څو وکولای سي ټولو انتخاباتي شکايتونو ته رسيدګي وکړي.

قاضيان وايي دوی ته بايد نور محلت ورکړل سي تر څو خپلي څيړني بشپړي کړي.

ټاکل سوې وه چي نوی پارلمان د جنورۍ مياشتي پر درويشتمه نيټه رسماً د ولسمشر له لوري پرانيستل سي.

ځانګړې محکمه د ستري محکمې له لوري د هغو شکايتونو د حل او فصل کولو لپاره جوړه سوې، چي د پاته راغلو کانديدانو له لوري موجود دي.

ددغي ځانګړي محکمې د پينځه کسيزه پلاوي مشرصديق الله حقيق وايي دوی په دومره کمه موده کي چي تر اوسه ورکړل سوې نسي کولای ټولو دوسيو ته رسيدګي وکړي.

نوموړي وويل چي درغلۍ د ملک په کچه په دومره پراخه اندازه سوي چي يوه او دوې اونۍ هومره کافي موده نده چي دوی وکولاي سي ورته رسيدګي وکړي.

« ستاسو د صورت دعوا په رڼا کي، شفايت د امر لپاره، د عدالت د تامين لپاره، احترام د کاميابو او ناکامو وکيلانو لپاره، او احترام د پارلمان لپاره، دا څه چي مو ذکرکړل، دا مستلزم د دي ده چي جناب ريس جمهور د پآرلمان افتتاح و ځنډوي».

د انتخاباتي شکايتونو د رسيدګۍ په موخه په لومړي ځل د لوی څارنوالۍ له لوري يوې ډلګۍ ته دنده وسپارل سوه چي دغه مسله وڅيړي خو وروسته بيا دغه مسله ستري محکمې ته وسپارل سو او دغي محکمې يوه ځانګړي پينځه کسيزه ډله جوړه کړه چي دغي لانجي ته د هوارولو لاره چاره ومومي.

تر اوسه نده معلومه چي د انتخاباتي شکايتونو د رسيدګۍ دغه ځانګړي محکمه به دومره صلاحيت ولري چي د نوي پارلمان د پرانيستي مخه ډب کړي که څنګه.

خو هغه مسله چي حقيق ورته اشاره وکړه هغه دا وه چي دوی نسي کولای د انتخباتو په پايلو کي بدلون راولي او يا هم دغه ټاکني دوهم پړاو ته بوزي.

نوموړي وويل چي اوس دا دولسمشر دنده ده چي نوی پارلمان به څه وخت پرانيزي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل