1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځایي اتل: هغه افغان چې حج ته د تلو پر ځای يې پل جوړ کړ

۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

په افغانستان کې ډیر وخت یوازې یو پل یوه لویه سیمه له بلې سره نښلوي نو له دې کبله د ډیرو انسانان د ژوند څرنګوالی له همدې پلونو سره تړلی وي. خو دغه پلونه بیا وخت نا وخت د سیلابونو له کبله ویجاړیږي.

https://p.dw.com/p/1GZn0
انځور: DW

امان الله سږ کال نیت کړی وو چې د حج فریضه ادا کړي، خو کله چې پوه شو د یوه کلي اوسیدونکي د پله د خرابوالي له کبله ښوونځي ته تلای نه شي نو د حج په پیسو یې دغه پل له سره آباد کړ.

هغه د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د یوه نیمه جوړ شوي پله تر څنګ ولاړ دی. پخپله د دغه پله د رغونې کار څاري، ځکه له یوې خوا د هغه په اهمیت خبر دی او له بلې خوا یې د پله د جوړولو له پاره پیسې خپله ورکړي دي.

امان الله سږ کال د حج فریضې ادا کولو نیت لاره او له همدې کبله یې خپله ځمکه وپلورله. که څه هم د هغه نوم د حاجیانو په لیست کې شامل وو خو پریکړه یې وکړه چې سږ کال ولاړ نه شي او په بدل کې یې د خپلې سیمې اوسیدونکو له پاره یو پل جوړ کړ، چې په مرسته یې اوسیدونکي او په خاصه توګه زده کوونکي په اسانۍ او بې له خطره ښوونځي ته تګ راتګ وکړي.

امان الله وایي، په تیرو څو کلونو کې چې یې په دې سیمه کې ژوند کاوه، نو هیڅوک هم د دغه پله د جوړولو په غم کې نه ول، چې له کبله يې زده کوونکو په ډیري سختۍ ښوونځي ته ځان رساوه.

هغه وایي: «زده کوونکي، واړه او زاړه، نه توانیدل چې له سیند څخه تیر شي نو ځینو به یې آن ژړل. ما پخپله یوه ورځ هر څه ولیدل او ژړا مي راغله. نو له ځان سره مې وویل چې اوس دلته یو پل جوړوم او که مې بل ځل وشوای کولای نو حج ته ځم. که موږ په تکلیف کې یو، آیا زموږ حج کیږي؟»

اوس نو د دغه پله پایې جوړي شوي دي او کار پرې روان دی. امان الله وايي چې په لومړي سر کې یې داسې فکر کاوه چې د پل لګښت به ۲۰۰۰۰ ډالر وي، خو اوس ښايي د هغه مصرف دوه برابره لوړ شي. هغه وایي خپلو هڅو ته به دوام ورکړي او دغه پل به جوړ کړي.

د ښوونځي رخصتیدل

په افغانستان کې ډیر وخت د موسمي بارانونو له کبله سیلابونه راځي. په فاریاب کې ډیر وخت د دغه شان سیلابونه راځي.

د ظهیرالدین فاریابي لیسه، په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوازنۍ لیسه ده چې په سونو زده کوونکي پکې زده کړي کوي. دغه ښوونځي د غره په لمن او د سیند پر غاړه پرته ده. دا په داسې حال کې ده چې د سیند له بلي غاړې څخه هم ډیر زده کوونکي دې لیسې ته د زده کړو له پاره ورځي.

محمد هارون پخپله هم یو وخت په دې لیسه کې زده کوونکی وو. هغه وایي: «د حمل او ثور په میاشتو کې ښوونځي د دوو میاشتو له پاره رخصتیږي. نه زده کوونکي او نه هم ښوونکي کولای شي چې له سیند څخه تیر شي. هر کال دغه حالت وي. چې باران واوریږي، نو ښوونځی هم رخصت شي. آن یو پلچک هم نه وو چې زده کوونکي پرې تیر شوي وای.»

هغه داسې ورځې په یادوي چې کالي یې له سیند څخه د تیریدو له کبله لندي شوې وې او کتابونه یې هم له کاره وتلي ول. د سیمې خلک آن په سیند کې د ماشومانو او زړو کسانو د ډوبیدو خبري کوي.

امان الله وایي چې د دغه پل د جوړولو چاري د سیمه ییزې شورا په مشوره پیل شوي دي. هغه زیاتوي چې خلک یې د دې پل د جوړولو په چارو کې هڅوي او ورته روحیه ورکوي. امان الله د خپل دې کار له کبله د ډیرو سیمه ییزو اوسیدونکو له پاره یو اتل دی.

څو واري حج ته تلل

د فاریاب د ولایتي شورا غړی محمد نادر سعیدي، لومړی کس وو چې د امان الله انځور یې پخپله فیسبوک پاڼه کې پورته کړ او د هغه د اقدام په اړه یې معلومات ورکړل: «زه او همکاران مې د پروژو د څارني په موخه دغي ولسوالۍ ته تللي وو چې دغه پل مو ولید. دا یو قوي پل دې چې آن د موټرو د تیریدو له پاره هم مناسب دی. کار یې څه نا څه ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.»

د ټولنیزو شبکو کارکوونکو د امان الله د دغه اقدام ستاینه او هرکلی وکړ. هغه اوس په یو پیژندل شوی کس دی، خو دی پخپله لا په دې خبر هم نه دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې شهرت ته هیڅ اړتیا نه لري او د دې کار هدف یې یوازي د سیمې د خلکو آرامښت دی.

سعیدي بیا وایي چې د امان الله اقدام خلکو ته د سولې پیغام رسوي: «که هغه حجیان چې په تکراري توګه حج ته ورځي د دې کار پر ځای خپلي پیسې د ځوانانو د ستونزو پر حلولو باندې ولګوي نو د ډیرو ځوانانو ستونزې به حل شي. داسې حاجیان هم لرو چې خپله کورنۍ یې له لوږې او تندې سره مخامخ وي، خو دوی یوازې د نوم له پاره حج ته ځي.»

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي چې سږ کال ۲۴ زره افغانان سعودي عربستان ته د حج فریضي د ادا کولو په موخه تللي دي. په دې وزارت کې د حج او زیارت ریاست مشر فیض محمد مختار، وايي چې پر هر حاجي باندي د ۲۴۵۰ او ۲۵۰۰ ډالرو تر منځ لګښت راځي. په دې ترتیب سره نو افغانستان سږ کال د حج فریضې پر اجرا کولو باندي ۵۸ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالر لګولي دي.

ښاغلي مختار وایي چې د دوی وزارت تل متکررو حجیانو ته وایي چې حج پر مسلمانانو باندي یوازې یووار فرض دی خو بیا هم داسې ډیر کسان دې وزارت ته مراجعه کوي چې د دوم او یا هم دریم ځل له پاره د حج ادا کولو نیت لري.

هغه وایي: «دا د علماو دنده ده چې دغه مسایل تشریح کړي. که یو کس توان ولري نو ورباندې یو وار حج فرض دی او تر هغه وروسته که خپلي پیسې د ښوونځیو، کلینیکونو، روغتونونو او پلونو پر جوړولو باندي لګوي، نو کومه ستونزه نه شته.»

امان الله اوس هم غواړي چې حج ته ولاړ شي. هغه وایي کله چې د پله د جوړولو کار پای ته ورسید او که هغه بیا هم مالي توان لاره نو د حج فریضه به ترسره کړي.