1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځمکې ته ورته نورې سیارې هم موندل شوې دي

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د دغو کشف شویو سیارو اندازه او د تودوخي درجه ښايي د ژوند له پاره مناسبه وي. د کیپلر په نوم تلیسکوپ چې دنده یې د سیارو لټول دي، دغه شان نزدې ۵۰ سیارې د کایناتو په یوه وړه برخه کې موندلې دي.

https://p.dw.com/p/2f1vP
Exoplaneten
انځور: Imago/UIG

ناسا د دوشنبې په ورځ وویل چې د کیپلر په نوم فضايي تلیسکوپ، لس نوې ځمکې ته ورځ له تیګو جوړې شوې سیارې موندل دي چې زموږ له شمسې نظام څخه بهر ژوند ممکن کولای شي.

د کیپلر کارپوه ماریو پیریز، وویل: «ایا موږ [انسانان] یوازې یوو؟ ښايي کیپلر نن موږ ته په غیر مستقیم ډول د دې پوښتنې ځواب ویلی وي. خو موږ بیا هم تایید ته اړتیا لرو چې په دې خبره ډاډه شو چې موږ په قوي احتمال یوازې نه وو.»

دغه نوې کشف شوې سیارې په خپلو شمسي نظامونو له خپل لمر څخه په دومره فاصله کې په حرکت کې دي لکه ځمکه چي له لمر څخه. دغې فاصلي ته د «ګولدیلوکس زون» نوم ورکړل شوې چې نه لمر ته ډیر نزدې ده، نه هم له هغه ډیره لیري او د سیاري او لمر تر منځ دومره واټن شته چې کولای شي په کې ژوند وشي.

د کشف شویو۱۰ سیارو له ډلې څخه اووه یې زموږ په شان پر لمرونو تاویږي. دغه کشف سل په سلو کې په دې معنی نه دی چې په دغو سیارو کې به هرو مرو د ژوند مغلقه بڼه موجوده وي، خو دغه شان علمي پرمختګونه د دې چانسونه راکموي چې ځمکه دې یوازینۍ داسې سیاره وي چې پکې ژوند موجود دی.

په هارود پوهنتون کې ستوري پیژندونکي اوي لییوب، اسوشیت پرس خبري آژانس ته په یوه بریښنالیک کې لیکلي دي: «دا کشف ښيي چي د ځمکې ته ورته سیارو شتون چې ژوند پکې ممکن وي، نادره خبره نه ده.»

سیانسپوهانو د دوشنبې په ورځ دا خبره هم اعلان کړه چې د کیپلر تلیسکوپ ۲۰۹ نورې سیارې يې هم کشف کړې خو دغه سیارې بیا ځمکې ته ورته نه دي.

تر تمي ډیري سیارې

کیپلر تلیسکوپ په څلورو کلونو کې۵۰ داسې سیارې کشف کړې دي چې پر خپل لمر باندي په داسې واټن کې د حرکت په حال کې ده چې پکې د ژوند امکان رامنځ ته کیږي. د کیپلر تلیسکوپ د «شیدو د لارې کهکشان» یوازې یوه ډیره وړه برخه لټولې ده. دې تلیسکوپ یوازې ۱۵۰زره ستوري لټولي دي دا په داسې حال کې ده چې په دې کهکشان کې په سلونو میلیارده ستوري موجود دي.

کیپلر په ۲۰۰۹م کال کې خپل کار پیل کړ. ستورې پیژندونکو هغه وخت هیله لرله چې د ستورو یو سلنه برخه به ځمکې ته ورته شرایط ولري خو اوس هغوی وایي چې دغه شمیر۶۰ سلنه ته نزدې دی.

په راتلونکي کال کې به د کیپلر تلیسکوپ ځای یو بل نوي تلیسکوپ ونیسي. دغه نوي تلیسکوپ چې په راتلونکي کال کې به فضا ته واستول شي، TESS نومیږي او ۲۰۰ زره ستوري په وارزوي.

په راتلونکي کال کې به یو بل تلیسکوپ هم فضا ته واستول شي چې په کشف شویو ځمکې ته ورته سیارو کې ممکنه ژوند وارزوي او د هغوی د اتومسفیر په اړه څیړنې وکړي.