1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځوانان: په ودونو کي دي لوړ مصرفونه بند سي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د خوست ولايت يو شمېر ځوانان وايي، چي په ودونو کي د ډيرو لگښتونو د برابرولو له پاره ئې ډيرو مزدوريو ملاوي ور ماتي کړي او په ډير تکليف سره پيسې برابره وي.

https://p.dw.com/p/14mjk
انځور: picture-alliance/dpa

په افغاني ټولنه او په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سيمو کې ډيرو داسي ناوړه کلتوري دودونو ځاى نيولى دئ، چي د ټولني په بېلابېلو برخو کي ئې خلک زيانمن کړي دي

له دې ناوړه کلتوري دودونو څخه يوهم لوړ ولور او په ودونو کي د خوړو لوړ لګښتونه دي.

که څه هم اوس په يو شمېر سيمو کي د ولور پر خلاف قومي مشرانو او ديني عالمانو کلکه مبارزه پيل کړې ده، خو په ځينو سیمو کي لاهم لوړ ولور اخيستل کيږي. دغه راز د واده پر وړاندي بله جدي ستونزه په واده کي د خوړو پرسر لوړ لګښتونه دي.

Flash Galerie Afghanistan Hochzeit
انځور: Musafer

دې حالت اوس د سيالۍ بڼه اخيستې ده. که په يوه کلي کي يا يو محل کي يو شتمن په واده کي ډېر مصروفونه کوي، نو يوه بله کورنۍ چي اقتصادي وضعيت ئې ښه نه وي، هغه هم په دې خاطر لوړ مصارف کوي، چي په کلي، قوم او خپلوانو کې ټيټ رانشي.

يو شمېر خوستيان وايي، چي پخوا د ودونو په خوړو کي د کليوالو او خپلوانو له پاره ډېر ساده خوراک برابريدئ، چي په اقتصادي لحاظ ډېر کم لګښت ورباندي راتلئ، خو اوس برعکس ډېر لوړ خوراکونه برابريږي او د پخوا په پرتله لس چنده لوړ لګښت ورباندي راځي.

خوستيان وايي چي دا د يوې غريبي کورنۍ له پاره جدي ستوونزه ده او ډيری کورنۍ خو د اقتصادي ستوونزو له امله ان ودونه په ډېر پاخه عمر کي کوي.

٢٢کلن ځوان عتيق الله چي د خوست مرکز متون اوسيدونکى دئ، همدا اوس د ورور له پاره د واده په تياری اخته دئ. نوموړى وايي، چې د ورور د خسرګنۍ له پاره ئې ولور او نور لګښتونه په ډيرو ستونزو ورپوره کړل، خو اوس د واده د خوړو په اړه په انديښنه کي دئ او اړ دئ، چې په واده کي د ښه خوراک له پاره له بل چا څخه يو اندازه پيسې پور کړي.

Flash Galerie Afghanistan Hochzeit
انځور: Musafer

په خوست کي دامهال د يوه ځوان د واده ټول لګښت تر يو نيم ميليونه کلدارو اوړي، چي ډېرو کورنيو ته د دومره زياتو پيسو ګټل ستوونزمن دي او اړدي، چي د دې زياتو لګښتونو له پاره بهرنيو هيوادونو ته په قانوني او يا غېرې قانوني توګه سفرونه وکړي.

دا په داسي حال کي ده، چي په خوست ولايت کي يو شمېر قومي مشرانو دا پريکړه کړې ده، چي ولور به نور تر دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ پورته نه اخيستل کيږي.

د يوشمېر خوستي ځوانانو په خبره د قومي مشرانو دغه پريکړي ډيره ښه نتيجه ورکړې ده او په کار ده چي په ودونو کي د لوړو لگښتونو په اړه هم دغه ډول يوه پرکړه وشي.

دخوست ولايت په شمېر سيمو کي خو لا دا هم ويل سوي دي، چي که څوک لوړ ولور واخلي د قوم له خوا ئې کورته اور اچول کيږي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل