1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ځوان مهاجرو سره لانجه کې آلمانۍ میرمنه په چاړه وهل شوې

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

د رپوټونو په حواله د دغې ځوانې میرمنې په چړو سره د وهل کیدو پیښه په یوه سوپرمارکیټ کې تر لفظي مشاجرې وروسته پیل شوې. په پیښه کې تورن دواړه کسان د سوریې اتباع دي چې عمرونه یې ۱۴ او ‍‍‍۱۷ ښوول شوي.

https://p.dw.com/p/2uwPT
Deutschland Messerattacke in Supermarkt in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د آلمان د نیدرزاکسن ایالت په یوه سوپرمارکیت کې له ځوانانو سره تر لفظي شخړې وروسته، یوه میرمن د سړک پر غاړه په چړو وهل شوې. دغه ۲۴ کلنه ښځه د شنبې په شپه په شدید ټپي حالت کې روغتون ته انتقال کړل شوه.

د پولیسو د یوې ویاندې په حواله د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۵مه نېټه) هم د دې میرمنې روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی. پر دغې میرمنې باندې د چړې په برید کې یو ۱۷ کلن او یو ۱۴ کلن ځوان تورن دي. دغه دواړه تورن کسان تر برید وروسته په لنډ وخت کې د هانوور په بورګویډل کې سره له یو بل ۱۳ کلن ځوان ونیول شول. هغوی تر مخه د پيښي له ځای څخه تښتېدلي ول.

د پولیسو د معلوماتو له مخې شخړه ښايي په دې سیمه کې نږدې پراته په یوه سوپر مارکیټ کې پیل شوي وي. په سوپرمارکیټ کې دغه ځوانه میرمن او له هغې سره مل یو بل کس له یادو ۱۳ او ‍۱۴ کلونو ځوانانو سره په لفظي شخړه کې ښکیل شوي او تر لفظي شخړې وروسته بیا سره جلا شوي.

خو کور ته پر لار دوی بیا له یو بل سره مخ شوي او یو بل ۱۷ کلن ځوان هم  له دې ځوانانو سره یوځای شوی. د پولیسو د معلوماتو له مخې نیول شوي درې واړه کسان سوریايي مهاجرین دي.

پر سړک تر مخامخ کیدو وروسته دوی بیا په شخړه پیل کړی او په دې وخت کې دغه نجلۍ په چاړه وهلې شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر یکشنبې ورځې پورې هم د دې شخړې دقيق لاملونه او تفصيلات لا روښانه نه ول.

پولیس اوس د ۱۴ کلن او ۱۷ کلن ځوان پر ضد د وژني د هڅې قضیه تر څیړنې لاندې لري. د نیول شوو کسانو له ډلې څخه د ډیر عمر لرونکی د یکشنبې په ورځ د قاضي مخې ته وړاندې کیږي او د کم عمر لرونکی بیرته خوشې کړل شوی. ۱۳ کلن ځوان اوس د لومړنیو پلټونو له پاره د پیښې د شاهد په توګه کارول کیږي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: