1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځينو هيوادونو له چينه د خپلو اتباعو رايستل پيل کړي

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

په زرونه خارجي اتباع په ووهان ښار کې قرنطين شوي دي. ځينو هيوادونو له چين څخه د خپلو اتباعو د رايستلو لړۍ پېل کړې ده. په دې منځ کې په آلمان کې د دغه ويروس درې نورې قضیې هم ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3WyFB
Japan Coronavirus
انځور: imago images/Kyodo News

جاپان او امريکا متحده ایالات لومړي هيوادونه دي چې د چهار شنبې په ورځ یې له ووهان ښار څخه د خپلو اتباعو رايستل پېل کړي دي، په داسې حال کې چې په چين کې د دغه ويروسي ناروغۍ له کبله تر اوسه ۱۳۲ تنه مړه شوي دي.

په کابو ۶۰۰۰ تائيد شويو قضيو سره په دې ويرويس د اخته شوو کسان شمېر ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ م کالونو کې د «سارس» د خطرناک ويروس قضيو ته نزدې شوې دی. د سږو دغه خطرناک ويروس هم کابو ۸۰۰ کسان وژلي ول.

يوه جاپانۍ الوتکه چې تقريباً۲۰۰ مسافرپکې سپاره ول د چهار شنبې په سهار د ټوکيو هانيدا هوايي ډگر ته رسېدلې ده. د چارواکو په حواله څلور مسافر چې تبه یې لرله روغتون ته انتقال شوي دي.

همدا زار يوه امريکايي الوتکې هم له ووهان ښار څخه د الاسکا د انکوریج پر لور پرواز کړی دی چیرته چې به مسافر کاليفورنيا ته تر پرواز د مخه يو وار بيا معاينه شي. په دغه الوتکه کې د امريکا د قونسلگرۍ کارکوونکي او همدا راز نور امريکايي اتباع شامل دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورگن اوتاگوس وويل: «دغه مسافرين به په ډېر احتياط سره معاينه شي او بيا به ورته د خپل صحت او همدا راز د نورو امريکايي وگړو د روغتيا په اړه لارښوونې وشي.»

اروپايي ټولنه به هم د روانې اونۍ په اوږدو کې په دوو فرانسوي الوتکو کې خپل اتباع له چين څخه را وباسي. جنوبي کوريا او منگوليا هم ورته پلان لري.

کاناډا او فلېپين هم په هغو هيوادونو کې شامل دي چې د وضعيت څارنه کوي او د خپلو اتباعو د رايستلو په اړه غور کوي.

زياترو هيوادونو پر خپلو اتباعو غږ کړی دی چې چين ته پر خپلو پلان شویو سفرونو له سره غور وکړي. د بريتانيا هوايي شرکت « British Airways » دغه هيواد ته د خپلو الوتکو تگ راتگ ځنډولی دی.

آلمان کې درې نورې قضیې

په ووهان کې موندل شوی د نمونيا په څېر دې ويروس ښايي د دې ښار د څارويو له بازاره سرچينه اخيستي وی. چينايي چارواکو په ووهان ښار کې پر ترانسپورت بندیز لگولی دی د هوبایې ایالت نورو ۱۵ ښارونو ته هم تگ راتگ بند دی او کابو۵۰ ميليونه انسانان د سفر اجازه نه لري.

تر اوسه له چين څخه د باندې کابو ۵۰ قضیې په جنوبي کوريا، تايوان، تایلند، نيپال، ويتنام، سعودي عربستان، سنگاپور، امريکا، فرانسه او آسترليا کې ثبت شوي دي. يو شمير هيوادونه چې آلمان هم پکې شامل دی، له چين څخه د راتلونکو پروازونو پر وخت په هوايي ډگرونو کې طبي معاينات ترسره کوي.

آلمان د سه شنبې په ورځ په بايرن ايالت کې د دريو نويو قضيو په اړه خبر ورکړی او ويلي یې دي چې دا په مخکني ناروغ پورې تړلې قضیې دي. په آلمان کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ويروس لومړی ناروغ ثبت شوی وو. روغتيايي چارواکو ويلي دي چې لومړي ناروغ تن له خپلو چينايي همکارانو سره تر تماس وروسته چې هغه يوه اونۍ د يوه شرکت په ورکشاپ کې د گډون په موخه سيمې ته سفر کړی وو، ککړ شوی دی.

نړيوال کارپوهان به چين ته ولاړ شي

د چين جمهوررئيس شي جين پينگ د سه شنبې په ورځ د روغتيا د نړيوال سازمان د مشر تيدروس ادهانوم غيبريسوس سره په پيکنگ کې د ليدنې پر وخت دغه مرموز ويروس يوه «بلا» وبلله او ژمنه یې وکړه چې د دې بحران په اړه پر وخت معلومات خپروي.

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا هم ويل شوي چې دواړه اړخه چين ته د نړيوالو کارپوهانو پر ليږد سره سلا شوي دي. تيدروس وويل چې په چين او نړۍ کې د دې ويروس مخنيوی د روغتيا د نړيوال سازمان لومړيتوب دی.