1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځیرک تلیفونونه له ړندو سره مرسته کوي

نسیم صابر (دویچه ویله)۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبه

ځيرک تليفونونه یا (Smartphones) د يادښتونو کتابچې، جنترۍ او هم ډاکخانې دي. خو اوس دغه تلیفونونه له ړندو سره هم مرسته کوي او هغوی ته د جامو، لوحو، معلوماتي مرکزونو او نورو توکو په اړه معلومات ورکوي.

https://p.dw.com/p/17ubn
von der Cebit: Hochsicheres Smartphone Blackberry 10 mit einem Sicherheit-Chip von Secusmart Foto: Secusmart Frei zur Verwendung für Pressezwecke
Cebit 2013 Smartphone Blackberry 10انځور: Secusmart

ځيرک تليفونونه نن سبا ډېر خلک د خپل ورځني ژوند يوه مهمه برخه بولي. خو هغو کسانو چې سترگو یې لید نه شو کولای تر اوسه پورې له ځیرک تلیفونونو څخه کار نه شو اخیستلای. په ډیر شمیر دغه شان تیلیفونونو کې د کیبورد یا «کلیو د صفحې» نه شتون د دې لامل شوی وو چې ړندو وگړو ته د هغوی کارونه تر یوه حده پورې ناممکنه شي.

خو اوس ښايي هر څه د بدلیدو په حال کې وي. اوس په ځيرکو تليفونون کې له داسې تکنالوژۍ او پروگرامونو څخه کار اخیستل شوی دی چې له ړندو وگړو سره مرسته کوي. د کمپیوترونو پروگرام جوړوونکو هغه وخت دې خبرې ته ډیر پام واړوه چې ځيرکو تليفونونتو د ژبو د پیژندلو امکانات پیدا کړل.

يو داسې پروګرام چې له ړندو سره مرسته کوي «مايند تېګس» نوميږي، چې له سړي سره خبرې کوي. دا پروګرام هغو الکترونيکي «چيپونو» ته چې پر سوداگریزو توکو، لوحو او پاکټونو باندې ځای پر ځای شوي وي، غږ وربخښي.

ښاغلی ايريش تورنر له خپلو همکارانو سره یوځای د «مايند تېګس» پروگرام جوړ کړی دی. دی حقوقپوه او پخپله ړوند دی. د ده ليد يوې سلنې ته راکښته شوی دی. تورنر په خپله آلمارۍ کې کالي هم د ځيرک تليفون په مرسته پيدا کوي. د دې هدف له پاره دی خپل ځيرک تليفون د کميسونو او بنينونو پر لیبلونو یا تکمو باندې تیروي. په دغو لیبلونو او تکمو کې د هغه د کالیو په اړه معلومات ثبت شوي دي او کله چې هغه ورته خپل گرځنده تلیفون ورنزدي کړي نو يو ښځينه غږ په زغرده دغه معلومات وايي.

دا یوازې جامې نه دي چې تورنر یې د تلیفون په مرسته پیدا کوی. هغه همداراز د خپل ځیرک تلیفون له لارې لوحی او معلومات لوستلای شي.

د تورنر له خوا جوړ شوی سیستم ډیر ارزانه او ساده ده. هغه «ان اف سي» نومیږي چې د یوه ساده مخابراتي سیستم له لارې کار کوي.

اوس دغه سیستم د کمپیوتر پروگرام جوړوونکو ته ورکول کیږي چې هغوی په کې نور امکانات وآزمویي.