1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني پوځيانو د زیاتولو خبره بیا توده شوې

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

د آلمان د صدراعظمې انگلا مرکل د مسیحي دیموکرات د گوند ځیني سیاستوال په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د زیاتولو لپاره غوښتنې کړي دي، هغه څه چې سوسیال دیموکرات او اپوزسیون ورته د شک په سترگه گوري او وايی دا د حل لاره نه ده

https://p.dw.com/p/2pqXb
Afghanistan Weihnachten Bundeswehr | Ursula von der Leyen, Verteidigungsministerin
انځور: picture alliance / Michael Kappeler/dpa

د آلمان د سرپرست صدراعظمې انگلا مرکل د مسيحي دیموکرات د دفاعي چارو کارپوه، «ینیگ اوتې» د دغه هیواد د ورځپانو نشراتي شبکې د جمعې د ورځې  په یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د  آلمان هغه پوځیان چې افغان امنیتی ځواکونه روزي،  نورو زیاتو محافظتي قوتونو ته اړتیا لري. هغه وویل: «د دغه هدف لپاره د آلماني پوځیانو زیاتول یوقانع کونکی دلیل دی.»

خو د هغه دا ډول غوښتنې ته  سوسیال دیموکرات چې لا تراوسه له مرکل سره په اوسني حکومت کې ائتلاف لري، سیاستوال او دغه راز د حکومت اپوزسیون گوندونه د شک په سترگه گوري. 

د مسیحی دیموکرات سیاستوال «اوتې» وړاندې وویل: «که چیرې موږ د محافظتی ځواکونو په شمیر کې زیاتوالی رامنځ ته کړو، نو هغوی کولای شي چې زیات نور ( افغان ځواکونه) وروزي.» د هغه د وینا له مخې د آلماني روزونکو امنیت یواځي د«آلماني سرتیرو له خوا په ښه توگه ساتل کیدای شي.» هغه زیاته کړه: «زه خپله پرخپلو سرتیرو زیات باور لرم.»

دغه راز د مسیحي دیموکرات د بهرني سیاست د چارو مسوول، «یورگن هارت» هم د داسی  یو وړانیز لپاره خپله غیږه پرانیسته ده:«موږ په ناتو او د افغانستان  په حکومت کې د خپلو شریکانو سره په گډه باید دا روښانه کړو چې کوم ځواکونه او کوم مهارتونه کولای شي زموږ ماموریت او د ثبات لپاره زموږ هڅې بریالیتوب ته رسوي.»

 

 

د آلمان د دفاع زیرې اورزولا فون دیرلاین څو ورځې مخکې افغانستان ته د خپل سفر په ترځ کې دا موضوع عنوان کړه، خو په څرگنده توگه یې ونه ویل چې آیا هغه هم داسی یوه څه غواړي که نه. دغه راز د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، زیگمار گابرئیل چې هغه هم په افغانستان کې له خپلو سرتیرو او له افغان مشرانو سره یې ولیدل، د آلماني پوځيانو د زیاتولو له غوښتنې سره مخامخ شوو او وویل چې دا هغه څه دي چې باید پرې بحث وشي.

خو د هغه د سوسیال دیموکرات د گوند په دننه کې داسی غوښتنې او وړاندیز ته د شک په سترگه کتل کیږي. د سوسیال دیموکرات د دفاعي چارو کارپوه «توماس هیچلر» هم د آلماني ورځپانو نشراتي شبکې ته وویل: «مخکې له دې چې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د زیاتولو خبره یاده شي، ښه به دا وي چې حکومت هغه یو پلان وړاندې کړي چې څرنگه دغه ماموریت پای ته ورسول شي.»

دغه راز د آلماني سرتیرو د زیاتولو په هکله گروینن یا زرغون گوند هم ښکاره مخالفت څرگند کړی دی. د زرغون گوند د بهرنیو چارو کاریوه، «یورگن تریتین» د دفاع او بهرنیو چارو پر وزیرانو نیوکه وکړه او وویل:« آلمان په افغانستان کې په خپل لاس جوړ شوي بن بست کې بند پاتې دی.  میرمن فون دیر لاین او ښاغلی گابرئیل غواړي چې د سرتیرو زیاتولو سره نور هم د دغه بن بست پر اورتیل واچوي.»

کین گوند خو هسی هم له سره په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت مخالف دی.