1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارنوال: جرمنۍ الوتکي ته قصدي سقوط ورکړل شوی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

یوه فرانسوي څارنوال ویلي دي چې د «جرمن وینګز» هوایي شرکت د رالویدلي الوتکي مرستيال پیلوټ په قصدي توګه د الوتکي ارتفاع راکمه کړې ده. مرستيال پيلوټ په کابين کې یوازي وو او د اصلي پیلوټ د ورننوتلو هڅې ته يې پام نه وو کړی.

https://p.dw.com/p/1ExxY
انځور: picture-alliance/dpa/Airbus_Industrie

د پنجشنبې په ورځ د فرانسې څارنوال بریس روبین، یوه خبري کنفرانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ په فرانسه کې د رالوېدلي جرمنۍ الوتکې د کابین د ثبت شويو غږونو تر څېړنو وروسته، څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي دي چې د الوتکي مرستیال پیلوټ په قصدي توګه ارتفاع کمه کړې ده چې په پایله کې یې الوتکه له یوه غره سره جنګېدلې ده.

روبین د څیړونکي له خوا د شواهدو تر څیړلو وروسته پيښه داسي انځور کړې ده: تر پرواز وروسته دواړو پیلوټانو۲۰ دقيقې یو له بل سره نورمال ږغېدلي دي. تر هغه وروسته چې الوتکه نورمالي ارتفاع ته رسېدلې ده، اصلي پیلوټ له خپل مرستیال پیلوټ څخه غوښتي دي چې د الوتکې کنترول په لاس کې واخلي.

اصلي پيلوټ په دې وخت کې له خپلي چوکۍ ولاړ شوی او له کابینه وتلی دی. په دې ترڅ کې مرستیال پیلوټ په قصدي توګه د الوتکې د ارتفاع په کمولو پیل کړی دی. لږ وروسته اصلي پیلوت څو واري د الوتکې د تلیفوني سیستم له لاري هڅه کړې ده چې غواړې کابین ته ننوزي خو مرستیا پایلوټ هیڅ جواب نه دی ورکړی.

تر دې وروسته اصلي پیلوټ د کابین دروازه ټکولې ده، خو بیا هم له کابین څخه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.

روبین ویلي دي چې مرستیال پیلوټ د الوتکي د ارتفاع د کمښت او له غره سره د لگېدو پر مهال یوه کلمه خبره هم نه ده کړې خو روښانه کړې یې ده چې هغه په نورماله توګه تنفس کاوه.

پر ځمکه د پرواز کنترولوونکو هم هڅه کړې ده چې له الوتکي سره اړیکه ټینګه کړې، خو مرستیال پیلوټ چې په کابین کې وو هيڅ جواب نه دی ورکړی.

کله چې الوتکه ځمکې ته نزدې شوې ده نو د هغې د خطر زنګ هم روښانه شوی دی، خو مرستیال پیلوټ په دې مرحله کې هم کوم غبرګون نه دی ښوولی. په ثبت شوي غږ کې د اصلي پیلوټ هغه هڅې چې غواړي د کابین دروازه ماته کړې هم اوریدل کیږي.

له ځمکې سره د الوتکي تر لګیدو لږ دمخه د سپاليانو چیغي هم اوریدل کیږي، خو روبین ویلي دي چې سپارليان له غره سره د الوتکې تر جنګیدو لږ دمخه هم په دې نه پوهیدل چې څه جریان لري.

د مرستیال پیلوټ په اړه پوښتني

د الوتکي د رالویدو له کبله ۱۴۴ سپارليان او شپږ خدمه وژل شوي دي. د جرمن وینګز شرکت دغه الوتکه د هسپانيا له برسيلونا څخه د آلمان د دوسلدورف هوايي ډگر پر لور الوتې وه. په الوتکه کې۷۲ کسان آلمانیان ول. هسپانيا هم ویلي دي چې د الوتکې۵۰ فسافر د دوی هيوادوال ول.

تر اوسه پوري لا د مرستیال پیلوټ په اړه ډیر معلومات په لاس کې نه شته. هغه د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر میاشت کې د جرمن وینګز شرکت پروازونه پیل کړل. هغه تر اوسه پوري۶۳۰ ساعته په پروازونو کې د مرستیال پیلوټ په توګه کار کړی وو.

اوس داسي يو نظر موجود دی چې مرستیال پیلوټ په قصدي توګه اصلي پیلوټ کابین ته نه دی پرېښی.