1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکي: د تفتیش بهیر پڅ، خو ترې راضي یو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

د شنبې په ورځ د افغانستان د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایو تفتیش د څارونکو د ۳۰ ټیمونو په حضور کې ادامه لرله. د رایو د تفتیش پر دریمه ورځ د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې په پام کې ده د څارونکو د ټیمونو شمیر ۵۰ ته لوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1CfW3
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

په تیرو درو ورځو کې یوازې د کابل اړوند د رایو صندوقونه تفتیش شوي دي. د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۱۹مه) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې د بلخ، میدان وردک او غزني ولایتونو د رایو صندوقونه هم کابل ته رارسیدلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، وویل چې د دواړو نوماندانو د استازو په حضور کې د رایو صندوقونه کابل ته راانتقالیږي: «هر مواد چې له ولایتونو څخه انتقالیږي، د دواړو نوماندانو استازي په فزیکي شکل حضور پیدا کوي او د هغې مدیریت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر غاړه دی.»

د تفتیش پڅ بهیر

څارونکي وایي چې د رایو د تفتیش بهیر گړندی نه دی. خو د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې د رایو پاڼو د صندوقونو په رارسیدو سره به، هره ورځ سل ټیمه د رایو په تفتیش کې ونډه ولري. دغه کمیسیون وایي چې تر اوسه پورې ټول څارونکي کابل ته نه دي رسیدلي او د هغو په رارسیدو به دغه بهیر په گړندیتوب سره پر مخ ولاړ شي.

د تفتیش بهیر دا ډول دی چې د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکي د رایو پاڼو صندوقونه پرانیزي او د څارونکو په حضور کې، هره رایې څارونکو ته ښيي. د رایو د صحیح کیدو په هکله پریکړه، د ملگرو ملتونو د نمایندگانو او څارونکو له لوري نیول کیږي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ټیم څارونکي محمد طاهر عبادي، د تفتیش په ځای کې په خپلو خبرو کې وویل: «په تیرو درو ورځو کې تفتیش په ډیره منظمه توگه پرمخ تللی دی. خو معلومه ده چې په هر ځای کې ستونزې وجود لري او په مجموع کې رایې پاکې نه وي.»

محمد طاهر عبادي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په څو مواردو کې د رایې ورکولو د صندوق د شمیر او د هغې د وړاندې شوې نتیجې په ورقه کې تغیرات موجود ول. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل که چیرې د تفتیش بهیر په دې ډول پڅ پر مخ ولاړ شي ښایي دغه بهیر تر پنځه اوونیو زیات وخت ونیسي.

سختې ورځې

په عین حال کې څارونکي وایي چې د کابل ښار د رایو صندوقونه د ولایتونو د رایو صندوقونو په پرتله پاک دي. د هغوی په وینا په تیرو درو ورځو کې یې یوازې د درغلیو څو مورده لیدلي دي، او په راتلونکو ورځو کې به د ولایتونو د رایو تفتیش ستونزمن وي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله، د څارونکو د ټیم مسوول فضل احمد معنوي وايي: «لا تر اوسه یوازې د کابل صندوقونه دي. په ښاري سیمو کې ستونزې کمې دي. موږ چې د کابل د ولسوالیو صندوقونو ته ورځو ستونزې ډیریږي، ډاډه یم چې ولایتونو ته خبره ولاړه شي ستونزې به نورې هم ډیرې شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې په تیرو دوو ورځو کې ۲۳۴ صندقونه څیړل شوي دي. نور وايي د دغه تفتیش له پاره ټول ټال ۸۷۸ څارونکي په پلان کې نیول شوي دي چې له ډلې څخه یې ۲۵۱ نړیوال، ۲۸۱ کورني او ۳۴۶ د دواړو نوماندانو دي. د دواړو نوماندانو څارونکو د تفتیش له بهیر څخه خوښي څرگنده کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پروگرام له مخې په وروستیو ورځو کې باید د څارونکو سل ټیمه د تفتیش بهیر وڅاري او هره ورځ د رایو ۱۰۰۰ صندوقه تفتیش شي.