1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکي سوريې ته رسېدلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو څارونکی پلاوی سوريې ته رسېدلی دئ، چي هلته د حکومت او مخالفينو تر منځ د اوربند ارزيابي وکړي. خو د حکومتي ځواکونو په بريدونو کي مرگ ژوبله را منځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/14eUB
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د څارونکو دغه ډله د یکشنبې په ماښام دمشق ته رسیدلې ده. د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ادارې ویاند ویلي دي چي دغه نړیوال څارونکي به نن «دوشنبه د ۲۰۱۲م کال د اپریل ۱۶مه» په خپل کار پیل وکړي.

د راپورونو له مخي د سوریې دولت د څارونکو د ورتگ هر کلی کړی دئ. د دغه هیواد د دولتي خبري آژانس SANA په وینا په دغه هیواد کي داسي څه نشته چې پټ وساتل شي.

سوریې ته د یوه څارونکي ماموریت د لیږلو پریکړه د شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ترغونډي وروسته شوې وه.

د صنعا دولتي خبري آژانس د دغه هیواد د دولت په استازیتوب هیله څرگنده کړې ده چې څارونکو به په سوریه کې د روان کړکیچ سم انځور وړاندي کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په سوریه کي د اوربند له پيل څخه وروسته د تاوتریخوالي د پيښو په اړه خپله خواشیني څرگنده کړې ده. هغه له دمشق څخه غوښتي دي چي د اوربند دغه نوې موافقه دي له ماتیدو څخه وژغوري:

«هغه څه چې په تیرو ورځو کي رامنځ ته شوي دي زه ئې خواشینی کړی یم. دا مهمه ده او بیخي مهمه ده چې د سوریې دولت باید داسي گامونه پورته کړي چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»

د ملگرو ملتونو د نړیوالو څارونکو ډله په داسي وخت کي دمشق ته رسیږي چې د حمص پر ښار سربیره په نورو ځینو سیمو کي هم د تاوتریخوالي د تازه پیښو په اړه رپورټونه ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو يوې لندن میشتي ټولني رپورټ ورکړی دئ چې دولتي ځواکونو د خالدیه او بایدا پر سیمو باندي د اوربند تر پيليدو وروسته هم د توپونو گولۍ اورولي دي. د نوموړي ټولني مشر رامي عبدالرحمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د اوربند تر پيل وروسته د تاوتریخوالي په پيښو کې تر اوسه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخي په سوریه کې د کړکیچ له پیل راهیسي تر اوسه تر ۹ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

دویچه ویله،آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل