1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارونکې ډلې: هسپانیا ته تلونکي ۴۴۰۰ کسان مړه شوي دي

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

د مهاجرت د څارونکې ډلې په خبره د ۲۰۲۱م کال په ترڅ کې هسپانیا ته د تلونکو کسانو له ډلې ۴۴۰۰ تنه مهاجرین په اوبو کې لادرکه شوي دي. د څار د یوه سازمان د معلوماتو له مخې په دې ډله کې ۲۰۵ تنه ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/45B47
Jahresrückblick BG 2021
انځور: Marc Sanye/AFP/Getty Images

اروپا ته د ناقانونه مهاجرت له پاره هر کال د بیلابیلو هیوادونو زرګونه مهاجرین دغه سخت سفر انتخابوي چې له دوی څخه ګڼ شمیر یې د سمندر په اوبو کې په ډوبیدو سره خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. د «کامینانډو فونټیراس» یا «واکنګ بارډرز» په نامه د مهاجرینو د څار یو سازمان وايي چې په ۲۰۲۱م کال کې هسپانیا ته د ناقانونه مهاجرینو له ډلې څخه ۴۴۰۰ تنه یې په اوبو کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د یاد سازمان په خبره، د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ۲۰۲۱م کال کې د دغو کسانو شمیر کابو له دوه برابره هم لوړ شوی دی.

د «واکنګ بارډرز» په نامه دغه سازمان ویلي چې د ناقانونه مهاجرت په ترڅ کې د مرګونو د زیاتوالي ترشا اصلي دلیل د خطرناکو لارو انتخاب او یا دا چې اروپا ته د تګ پرمهال په سمندر کې مهاجرین د خراب کیفیت کښتۍ استفاده کوي.د هسپانیې د حکومتي شمیرو له مخې د تیر میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ۳۹ زره داسې ناقانونه مهاجرین هسپانیې ته داخل شوي چې د سفر اسناد یې نه لرل او دا چې دغه شمیرې د ۲۰۲۰م کال له شمیرو سره نیږدې یو شان دي.

Indonesien Aceh Rohingya Schiff
انځور: Zik Maulana/AP/picture alliance

د مهاجرت د څار د سازمان یا «واکنګ بارډرز» د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د ټولو مړه شوو مهاجرینو له ډلې ۹۰ سلنه یې د ۱۲۴ هغو کښتیو سپرلۍ دي چې غوښتل یې د هسپانیې کینیري ټاپو ته ځانونه ورسوي او د سمندر په اوبو کې ډوب شوي دي. د کینیري په نامه د هسپانیې دغه ټاپو د افریقا لویې وچې ته نیږدې په اوقیانوس سمندر کې موقعیت لري. زیاته شوې چې د ۲۰۲۰م کال را وروسته د افریقايي هیوادونو ګڼ شمیر ناقانونه مهاجرینو یادې ټاپو ته د سمندر له لارې د رسیدو هڅه کوي. د شمیرو له مخې د داسې ناقانونه مهاجرین نسبتاً ډیر کم دي چې غواړي د روم د بحیرې له لارې ځانونه د هسپانیې اصلي خاورې ته ورسوي.

د «واکنګ بارډرز» سازمان بنسټ ایښودونکې هیلینیا مالینو په حواله د دوی سازمان د مهاجرینو په هکله شمیرې د هغو اړیکو له لارې ترلاسه کوي چې په کښتیو کې له ستونزو سره د مخامخ کسانو سره د مرستو له پاره یې جوړ کړی دی. د هغې په خبره، د پیښو په هکله یا په خپله مهاجرین او یا هم د دوی د کورنۍ غړي له دوی سره د مرستې له پاره اړیکه ټینګوي. دغه سازمان وایي چې په سمندر کې په کښتیو کې د تلونکو مهاجرینو تر سفر یوه میاشت وروسته که چیرته د دوی د ژوند یا مرګ او یا موقعیت په هکله معلومات په لاس رانشي، دوی یې د لادرکه کسانو او یا د مړو په ډله کې حسابوي. د یادې ډلې له لوري د خپرو شویو شمیرو په ډله کې ۹۵ سلنه یې همداسې کسان دي.

هسپانيا د لا زیاتو مهاجرو پر راتګ حساب کوي

بل لوري ته د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی. او. ام په خبره، د ۲۰۲۱م کال د دسمبر میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې د هسپانیې کینیري ټاپو ته د تلونکو ناقانونه مهاجرینو له ډلې څخه ۹۵۵ یې لادرکه دي. دا تر ۲۰۱۴م کال وروسته په دغه سمندر کې د دغه سازمان شمیرو ته په کتو تر ټولو لوړ شمیر دی.

د یادولو وړ ده چې هسپانیا بیا د هغو کسانو شمیرې نه راټولوي چې په ناقانونه توګه دغه هیواد د تګ پرمهال یې ژوند له لاسه ورکړی وي. رویترز خبري آژانس د واکنګ بارډرز د شمیرو په هکله د هسپانیې له حکومت سره هم اړیکه نیولې خو دوی د یادو شمیرو د تائید په هکله څه نه دي ویلي.